تازه خبرونه
حکومت د خلکو د امنیت په ټینګولو کې پاتې راغلی- ټپیان
د کابل په وروستي خونړي برید کې ټپي شوي کسان وايي، چې حکومت د خلکو د امنیت په ټینګولو کې پاتې راغلی او که چارواکي خپلو دندو ته پام وکړي او د امنیت د ټينګښت لپاره هڅې تر سره شي، سخت دریځي به ونه توانیږي، چې خونړي بریدونه وکړي.
د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانې ته څيرمه د شنبې ورځې په ځانمرګي برید کې ۱۰۳ کسان وژل شوي او ۲۳۵ نور ټپیان دي.
د وزیر محمد اکبرخان روغتون د ریکورۍ مسوول نجیب الله شفق ویلي، چې د پېښې له ځایه دریارلس جسدونه او ۳۷ ټپیان د وزیر محمد اکبرخان روغتون ته لیږدول شوي دي.
د نوموړي په وینا؛ یو شمېر ټپیان له درملنې وروسته رخصت شوي او پاتې اته نور بستر دي.
د پېښې ټپیان پر امنیتي بنسټونو نیوکه کوي، چې په خپلو دندو کې پاتې راغلي دي.
په کابل کې د ځانمرګي برید ټپي سید معروف هاشمي وايي، چې دغه برید ډېر وحشتناکه و؛ د هغو ودانیو له خښتو راایستل شوی یم، چې په چاودنه کې ویجاړ شوي دي. امنیتي مسوولین د امنیت په خوندي کولو کې پاتې راغلي باید له دندو ګوښه شي.
په کابل د ځانمرګي برید بل ټپي داوود حضرتي ویلي، چې په دې خطرناک برید کې ډېر کسان وژل شوي او ټپیان دي. زه هم په جمهوریت روغتون کې له لږ درملنې وروسته د وزیر اکبر خان روغتون ته رالیږدول شوی یم. باید د ورته بریدونو منخیوی وشي.
دا لومړنی خونړۍ برید نه دی، چې په کې ۱۰۳ کسه وژل شوي او ۲۳۵ نور ټپیان دي ورته برید له دې مخکې د آلمان سفارت تر څيرمه موتر بم خونړۍ چاودنه وه، چې سلګونو کسانو ته په کې مرګ و ژوبله اوښتې او کابل ښاریان یې د ویر پر ټغر کښینولي دي.
خبریال:رفیع صدیقي