تازه خبرونه

حکومت دې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته لومړیتوب ورکړي- وسیمه بادغیسۍ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون له حکومت وغوښتل، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته دې لومړیتوب ورکړي.

د ټاکنو کمیسیون غړي له دوه میاشتو راهیسې نه دي توانیدلي، چې له ولسمشر سره وګوري او په راتلونکي کال کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د تر سره کولو لپاره څرګنده او ډاډمنه پرېکړه رامنځته کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون عملیاتي مرستیاله وسیمه بادغیسي پر حکومت له دې کبله نیوکه کوي، چې ټاکنې یې په لومړیتوب کې نه دي.

نوموړې زیاتوي؛ د رایه ورکوونکیو د نوملړ لپاره د څلور دېرش زره لنډمهاله کارکوونکیو د ګمارنې کارونه پیل شوي او د راتلونکي کال د غبرګولي تر پایه به دغه نوملړ برابر شي. د ټاکنو د بودجې لپاره د څرګندې ژمنې نشتوالی، ناامني او د برښنایي تذکرو د وېش پر سر جنجالونه د ټاکنو کمیسیون نورې اندېښنې دي.

د ټاکنو څارونکي بنسټونه د ټاکنو په کمیسیون کې کمزوری مدیریت خطرناکه کړنه بولي او څرګندوي، چې ټاکنې به ډېرې وځنډیږي.

د ټاکنو د څار بنسټ رییس نعیم ایوب زاده وایي؛ ټاکنې د حکومت په لومړیتوبونو کې څای نلري، کمیسیون ډېر وخت له لاسه ورکړی او که بیا هم دا بهیر روان وساتل شي، نو په ډېر ځنډ به تر سره شي.           

د ټاکنو قانون له مخې د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې ټاکل شوې وې د ۱۳۹۴ کال په پسرلي کې تر سره شوې وای؛ خو تر درې کلونو ځنډ وروسته اوس هم نه ده روښانه، چې ټاکنې به کله تر سره کیږي.

خبریال: فواد ناصری

Trending

Exit mobile version