تازه خبرونه

حکومت په ټاکنو کې ناقانونه لاسوهنه کوي- د مرکو پایله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ولسي جرګې ۹۰ په سلو کې غړیو د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو له بنسټ سره د خبرو پر وخت ویلي، چې حکومت په ټاکنو کې ناقانونه لاسوهنه کوي.

دغه بنسټ د ولسي جرګې له اتیا غړیو سره خبرې کړي، چې څلور پنځوس په سلو کې  پخپل وخت د ټاکنو په تر سره کیدو بې باوره دي او شپږ شپېته په سلو کې بیا د رڼو ټاکنو د تر سره کولو لپاره د کمیسیونونو په تیاریو باور نلري.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ یا فیفا لخوا د ولسي جرګې له غړیو سره د راتلونکیو ټاکنو په اړه له تر سره شویو مرکو په ډاګه شوې، چې: ۹۰ په سلو کې حکومت په ناقانونه لاسوهنه تورنوي، ۵۴ په سلو کې د امنیت په اړه ډاډه نه دي، ۴۴ په سلو کې د کمیسیون پر ناپېیلتوب شکمن دي، ۵۳ په سلو کې ډاډمن نه دي، چې ټاکنې به پخپل وخت تر سره شي، ۶۶ په سلو کې د کمیسیونونو له کړنو ناراضه دي، ۸۷ په سلو کې د رایو له پخوانیو کارتونو سره مخالف دي، ۶۳ په سلو کې د رایو د حوزو له بدلون سره مخالف دي او ۴۷ په سلو کې له نړیوالو غوښتي، چې د ټاکنو مسوولیت کمیسیونونو ته وسپاري.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ د څېړنې مسوول محمد حسن وفايي وایي، د ټاکنو د بهیر په اړه ۹۱ سلنه ولسي استازیو د پوښتنو ځواب دا و، چې ملي وحدت حکومت په ټاکنیز بهیر کې لاسوهنه کوي او یا یې د قانون مخالف دي.  

له بلې خوا دغه بنسټ اندېښنه ښيي، چې په ټاکنو خپلواک کمیسیون کې اختلافونه هم د اندېښنې وړ دي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ د ځوانانو او ښځو مسووله مریم اروین وایي، ولسي استازي، مدني ټولنې او سیاسي ګوندونه د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو پر ځنډیدو او ناسم چمتووالي اندېښمن دي.

د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ د پروګرامونو مسوول محمد نعیم اصغري د ټاکنو خپلواک کمیسیون هڅې په تېر یو کال کې د ډاډ وړ نه بولي او وایي، چې دغه کمیسیون مدیریتي او ظرفیتي کمزورۍ لري.

د مهالوېش له مخې؛ ټاکل شوې، چې د ولایتي شوراګانو او پارلمان ټاکنې د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ میاشتې پر شپاړسمه تر سره شي؛ خو روانو کړاوونو او ستونزو ته په کتو څارونکي بنسټونه ډاډه نه دي، چې ټاکنې پخپل وخت وشي.

خبریال: شبیراحمد صالح

Trending

Exit mobile version