Connect with us

تازه خبرونه

حکومت دې د والیانو له بدلولو ډډه وکړي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي؛ حکومت دې د ټاکنو په بهیر کې د والیانو له بدلولو ډډه وکړي، ځکه دا کار به په ټاکنو کې لاسوهنو ته زمینه برابره کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دوشنبې پر ورځ( د کب ۱۴) له ټولو هغو دولتي ادارو سره د همغږۍ غونډه راوغوښته، چې د ټاکنو په تر سره کولو کې مستقیم رول لري.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر رفیع الله بیدار د رڼو ټاکنو د ترسره کولو لپاره له حکومته غواړي، چې د ټاکنو د ترسره کولو په بهیر کې د والیانو له بدلولو ډډه وکړي. که دا کار روان وساتل شي، په ټاکنو کې به مو لاسوهنو ته پخپله زمینه برابره کړې وي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرستیاله وسیمه بادغیسي وايي، چې د لومړي ځل  لپاره په افغانستان کې د رایه ورکوونکیو نوملړ جوړیږي، چې په باور یې د ټاکنو له رڼښت سره به د پام وړ مرسته وکړي.

هغې زیاته کړې، چې د نفوسو د بشپړ شمېر د نشتوالي له کبله د نوملړ چمتو کول هم له ستونزو سره مخ دي او له حکومت څخه د نوملړ په بشپړولو ور سره مرسته غواړي؛ ځکه، چې د ټاکنو بهیر به هم په پخوانو تذکرو تر سره کیږي.  

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس وايي، که حکومت له دوی سره د ټاکنو په تر سره کولو کې مرسته ونه کړي، دوی په یوازې سر نه شي کولی، رڼې ټاکنې تر سره کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ريیس عبدالبدیع صیاد ټاکنې ملي بهیر بولي او وایي، چې د حکومت د نورو بنسټونو له همکارۍ پرته به ټاکنې رڼې تر سره نشي.

هغه یو ځل بیا ژمنه کوي، چې د اړوند ادارو په همکاریو او ملاتړ کې به ټاکنې رڼې، ډاډمنې او له درغلۍ پرته تر سره شي.  

ناامني هغه ستونزه ده، چې پر ټاکنو یې سیوری غوړولی؛ خو د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مسوولین وايي، چې د ټاکنو د امنیت خوندي کولو لپاره به ټولې لارې چارې  وکارول شي.

د پوځ د لوی درستیز مرستیال جنرال عبدالحمید وردګ د ټاکنو تر سره کولو ته ډاډمن دی او وایي، دفاع وزارت د ټاکنو بشپړ ملاتړی دی او د ټاکنو د تر سره کولو لپاره به خپل ټول امکانات هم وکاروي.

د کورنیو چارو وزارت د اوپراسیون ريیس جنرال علي مست مومند وایي،  مونږ د رای اچونې د ټولو مرکزونو د امنیت لپاره ځانګړی پروګرام لرو او د پولیسو هڅه به دا وي، چې دا بهیر ښه او ډاډمن تر سره شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وار له مخه ویلي، چې ښايي ټاکنې وځنډیږي؛ خو څارونکي بنسټونه د ټاکنو پر ځنډولو اندېښمن شوي دي.

خبریال: رفیع صدیقي

تازه خبرونه

وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د مرستو رسولو اسلامیک ریلیف ټولنې څرګنده کړې، چې د تېرې اوونۍ بارانونو او سېلابونو په افغانستان کې مالي او ځاني زیانونو اړولي دي.

د دې ټولنې په راپور کې راغلي، چې د وروستیو سېلابونو له کبله شاوخوا ۱۵۰۰ کورنۍ زیانمنې شوي او سلګونه څاروي هم له منځه تللي دي.

اسلامیک ریلیف ټولنې زیاته کړې، چې د وروستیو اورښتونو په پایله کې ۹۰۰ کورونه جزوي او یا بشپړ ویجاړ شوي او ۹۳ زره هکټاره کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده.

په داسې حال کې، چې په دې وروستیو ورځو کې سختو بارانونو او سیلابونو د افغانستان خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي، د نړیوالو مرستندویه موسسو د راپورونو پر بنسټ افغانستان له بې‌سارې بې‌وزلۍ او اقتصادي بحران سره مخ دی.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې له پېښو سره د مبارزې وزارت ویلي وه، چې په دغو پېښو کې ۹۹ کسان وژل شوي او ۶۴ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

امریکا به افغانستان ته ورته په اوکراین کې هم له شرمېدلې ماتې سره مخ شي – روسیه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳, ۱۴۰۳)

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امریکا به افغانستان او ویټنام ته ورته په اوکراین کې هم له شرمېدلې ماتې سره مخ شي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د یکشنبې پر ورځ ویلي: د روسیې پر وړاندې په ګډه جګړه کې ورځ تر بلې د واشنګټن ډوبېدا به ویټنام او افغانستان ته ورته د امریکا لپاره پر یوه لویه او شرمېدلې ماتې بدله شي.

هغې زیاته کړې، چې امریکا غواړي اوکرایین تر پایه وجنګېږي.

زاخارووا ویلي، چې روسیه به د اوکراین په جګړه کې د نورې ډېرې لاس‌وهنې لپاره د امریکا د کړنو پر وړاندې له قید او شرط پرته پرېکنده ځواب ورکړي.

امریکا د ۱۹۷۵ او ۱۹۹۵ کلونو ترمنځ د ویټنام په جګړه کې له ۵۸ زره څخه ډېر نظاميان له لاسه ورکړل، چې د کمونیسټ پلوه شمالي ویټنام پر بریا او په سویل کې د هغې د واکمنۍ له پای ته رسېدو سره پای ته ورسېده. په دې جګړه کې سلګونه زره ملکي وګړي ووژل شول.

په افغانستان کې هم امریکا د ۲۰۰۱ او۲۰۲۱ کلونو تر منځ ۲ زره ۴۵۹ سرتېري له لاسه ورکړل او له ۲۰ زره ډېر نور یې ټپیان شول.

Continue Reading

تازه خبرونه

اوبه له افغانستان سره د اړیکو پراخولو اړین عامل دی – ایران

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳, ۱۴۰۳)

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي اوبه د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا یو اړین عامل یاد کړی او هیله من شوی، چې د اوبو بهیر به روان وساتل شي.

حسن کاظمي قُمي دغه څرګندونې د یکشنبې پر ورځ (د غویی دوه‌یمه) په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیرخان متقي سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د ایران استازي د ایران سیستان ولایت ته د هلمند د سیند د اوبو په لاره کې د پرتو خنډونو د لرې کولو له کبله مننه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي دا هم ویلي؛ سږ کال په هېواد کې بارانونه شوي، چې په پایله کې یې له څو کلنې پرله‌پسې وچکالۍ وروسته د هلمند سیند اوبه د افغانستان نیمروز ولایت او د ایران سیستان ته روانې شوې.

امیر خان متقي د افغانستان او ایران اړیکې دوستانه او مثبتې وبللې او په ټولو اړوند برخو کې یې د امکان تر حده د اړیکو د پراختیا غوښتونکی شو.

په دې کتنه کې د ایران ځانګړي استازي پر غزه د اسرائیلو د بریدونو په اړه د اسلامي امارت له دریځ او په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د برید له غندنې مننه وکړه.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!