تازه خبرونه

حکومت دې په مقننه قوه کې لاسوهنه بنده کړي- همایون همایون

Published

on

(Last Updated On: )

د ولسي جرګې لومړی مرستیال حکومت ته خبرداری ورکوي، چې په مقننه قوه کې نوره لاسوهنه بنده کړي.

د ولسي جرګې د اداري پلاوي د غوراوي لپاره د یکشنبې پر ورځ( د کب ۲۰) یو ځل بیا رایې واچول شوې او د خوست استازي همایون همایون لومړی مرستیال شو.

د لومړي مرستیالۍ لپاره همایون همایون او نذیر احمدزی نوماندان ول؛ خو همایون همایون د ۱۱۶ حاضرو وکیلانو ۱۱۰ رایې خپلې کړې او لومړی مرستیال وټاکل شو.

د ولسي جرګې د دوه یم مرستیال څوکۍ ته محمد عبدو او عبدالله کلیمزی نوماندان شول؛ خو دواړو د اړتیا وړ رایې ترلاسه نکړی.

تېره ورځ ولسي جرګې عرفان الله عرفان د دوه یم منشي په توګه وټاکه او سبا به د دوه یم مرستیال او لومړي منشي څوکۍ ته رایې واچول شي.

همایون همایون په دې وروستیو کې د لویې جرګې غوښتونکی و او په کندهار او خوست کې یې لویې غونډې هم جوړې کړې دي.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون حکومت ته خبرداری ورکوي، چې په مقننه قوه کې لاسوهنه بنده کړي.

دغه راز هغه پر حکومت تور پورې کړ؛ په ټول توان یې هڅه وکړه، چې د ولسي جرګې ټاکنې د ځان په ګټه وڅرخوي، چې په وینا په دې کار کې بریالی نه شو.

د ولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهیمي د جرګې له غړیو وغوښتل؛ د اداري پلاوي پاتې څوکیو ته ځانونه کاندید کړي، چې اداري پلاوی بشپړ شي.

تمه ده، چې ولسي جرګه په راتلونکیو ورځو کې د دوه یم مرستیال او منشي څوکیو ته ټاکنې وکړي.

 

Trending

Exit mobile version