تازه خبرونه
حکومت غواړي د خپلې خوښې وړ ټاکنې تر سره کړي
د ولسي جرګې ځینې غړي وایي؛ حکومت هڅه کوي، چې د خپلې خوښې وړ ټاکنې تر سره کړي.
ولسي جرګې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین د ټاکنو د تر سره کیدو پر څرنګوالي پوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره غوښتي وه؛ خو د دې بنسټ مسوولین ولسي جرګې ته حاضر نشول. له همدې کبله ځینو وکیلانو پرې نیوکې وکړې.
دوی د ټاکنو کمیسیون خپلواکي د پوښتنې وړ بولي او وایي، چې پرېکړې یې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې وروستۍ کیږي.
د ولسي جرګې لومړی مرستیال وایی؛ د ټاکنو خپلواک کمیسیون تر اوسه نه دی توانیدلی، چې خپله خپلواکي وساتي.
د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون وایي: ولسمشرې کړۍ ته نږدې کسانو په ډاګه کړې، چې ولسمشر او ډلې یې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته سپارښتنه کړې؛ په ټاکنو کې پرته له څو کسانو، چې د دوی خپل دي، نور څوک راتلونکي پارلمان ته لار پیدا نکړي. په دې توګه د ټاکنیزو کمیسیونونو کمیشنران نور مونږ ته د منلو وړ ندي.
په ولسي جرګه کې د سمنګان استازی مخدوم عبدال الله محمدي هم وایي: ولسمشر د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته سپارښتنه کړې، چې د ولسي جرګې له برحاله استازیو څخه دې له ۲۵ ډېر کسان دې جرګې ته لار نه پیداکوي.
د نوموړي په وینا؛ دا د حکومت ښکاره لاسوهنه ښیي.
د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي، چې د ټاکنو کمیسیون د ټاکنو د تر سره کیدو لپاره ظرفیت او ژمنه نه لري او دې چارې په هېواد کې اندېښنې ډېرې کړې دي.
په ولسي ولسي جرګه کې د پنجشېر استازی ظهیر سعادت وایي: د ټاکنو رڼښت ناڅرګند او د ټاکنو کمیسیون خپلواکي د پوښتنې لاندې ده؛ ځکه، چې د ارګ تر فرمان لاندې کار کوي.
د نوموړي په خبره؛ آیا د ټاکنو پایله به ټولو ته د منلو وړ وي او آیا ناندرې به نورې هم ډېرې نشي؟ په دې توګه باید د ټاکنو د رڼښت تضمین واخیستل شي.
د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي وایي، چې جرګې ته د ټاکنو کمیسیون د مسوولینو نه ورتلل د اساسي قانون خلاف عمل دی او ټینګار کوي، چې کمیسیون د ټاکنو د تر سره کیدو ظرفیت او اراده نه لري.
د ولسي جرګې غړي ناامنیو ته په نغوته(اشاره) کې وایي، د هېواد سمه نیمایي خاوره د وسلوالو مخالفینو تر څارنې لاندې ده او له دې کبله لیرې بريښې، چې راتلونکې ټاکنې دې رڼې، عادلانه او هر اړخیزې تر سره شي.
خبریال: رفیع صدیقي