تازه خبرونه

حکومت باید د ټاکنو له پیچلې ازموینې بریالی را ووځي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، چې حکومت باید د ټاکنو له پیچلې ازموینې بریالی را ووځي او د رایه ورکوونکیو امنیت خوندي کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د نوي مهالوېش له مخې په پام کې ده، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د روان کال د تلې پر اته ویشتمه تر سره شي.

د مشرانو جرګې غړي وايي، که په ټولو ولایتونو کې د ټاکنو لپاره سمه زمینه برابره نه شي؛ د ټاکنو رڼښت به له پوښتونو سره مخ شي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزد یار وایي: ټاکنې باید تر سره شي؛ خو باید دا ټاکنې رڼې وي او بشپړ چمتووالي دې ورته ونیول شي. پرته له دې به ننګوونکې وي.

د مشرانو جرګې غړی رحمت الله اڅکزی وایي: د ټاکنو د تر سره کولو کومه نېټه، چې اعلام شوې سمه نده؛ ځکه ناامنۍ شته او خلک به څنګه په ټاکنو کې ګډون وکړي. باید پر حکومت فشار راوړو، چې ټاکنو ته سمه زمینه برابره کړي.  

د مشرانو جرګې غړې انار کلي هنریار وایي: مونږ د ټاکنو د ترسره کولو پلوي کوو؛ امنیتي ځواکونه باید امنیت خوندي کړي او هڅه وکړي، چې خلک په ټاکنو کې پراخه برخه واخلي.

د مشرانو جرګې رييس وايي، که ټاکنې سراسري او رڼې تر سره شي؛ ټول جریانونه او خلک به یې ملاتړ وکړي.

د مشرانو جرګې ريیس فضل الهادي مسلمیار زیاتوي: ټاکنې یوه اړتیا ده او مشرانو جرګه ترې ملاتړ کوي.

د مشرانو جرګې غړي د ټاکنو له خپلواک کمیسیون غواړي، چې خپله خپلواکي وساتي او د هیچا فشار ته سر ټیټ نه کړي.

خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version