تازه خبرونه

حکومت د روغتیایي مرکزونو د لګښتونو یوازې ۵ سلنه ورکوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د  عامې روغتیا  د وزیر په خبره؛ هر وګړي ته په یوه کال کې د حکومت لخوا ۵ دالر ورکول کیږي، چې دا په نړۍ کې تر ټولو لږ دالر دي.

دغه وزارت یوازې د روغتیایي مرکزونو د لګښتونو ۶ سلنه ورکولی شي؛ د دې مرکزونو د لګښتونو ۲۳ سلنه خلک؛ خو پاتې څه باندې اویا سلنه نور بهرني مرستندویان ورکوي.

 د عامې روغتیا وزیر د روغتیا نړیوالې ورځې نمانځغونډې ته وویل، چې حکومت د عامې روغتیا وزارت له پراختیایي بودجې سل میلیون دالر کم کړي دي. له دې سره هر وګړی په کال کې حق لري، چې له دولته د روغتیایي ستونزو د حل په برخه کې ۵ میلیون دالر تر لاسه کړي.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وایي: هر وګړي ته په یوه کال کې د حکومت لخوا ۵ دالر ورکول کیږي، چې دا دالر د ساري او ناساري ناروغیو لپاره بسنه نکوي. همدا اړتیا باید مونږ له کورنیو او بهرنیو مرستو پوره او دا شعار، چې روغتیا د ټولو لپاره ده؛ پلی کړو.  د روغتیا په برخه کې د دولت لخوا د مرستو کمی په داسې حال کې دی، چې په هره برخه کې پر خلکو مالیات ډېر لوړ شوي دي. په دولتي او خصوصي روغتیایي مرکزونو کې بیا روغتیایي خدمتونه ډېر ټیټ دي، چې د خلکو بې باوري یې زیاته کړې او هره ورځ د درملنې لپاره بهر ته ځي.

په همدې حال کې ځینې کابل ښاریان دولت د خلکو وضعیت ته په بې پامۍ تورنوي؛ خو د روغتیا نړیوال سازمان وایي، چې په اوږدمهال کې به د ګډو همکاریو په پایله کې دغه ستونزې حل شي.

د روغتیا نړیوال سازمان استازی ریچارد وایي: حکومت، نړیوال همکاران، د خصوصي سکتور مرستندویان، مدني ټولنه، سیمه ییز خلک، کورنۍ، د رسنیو په ګډون مونږ ټول په دې اړه مهم رول لرو. دا به یو اوږد سفر وي او د ټولو دلایلو له مخې، چې مونږ یې یادونه وکړه، ډېره به ګټوره وي؛ نو مونږ ټول به خپلې ژمنې د روغتیا په ډګر کې له تبعیض پرته پلې کوو.

د عامې روغتیا وزارت د ځینو درملو کیفیت هم ټیټ ګڼي؛ خو وایي: د درملو له زر ډېر هغه واردوونکي شرکتونه تړل شوي، چې ناقانونه هڅې یې کولې.

Trending

Exit mobile version