تازه خبرونه

حکومت د خلکو او خبریالانو په خوندیتوب کې پاتې راغلی- ولسي جرګه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کابل په ځانمرګو بریدونو کې د خبریالانو پر وژل کیدو، ولسي جرګې هم جدي اندېښنه وښوده او پر حکومت یې نیوکه وکړه، چې ګواکي د خلکو او په ځانګړي توګه د خبریالانو په خوندیتوب کې پاتې راغلی دی.

په افغانستان کې د تاوتریخوالي له کبله د ولسي وګړیو مرګ و ژوبله مخ پر لوړیدو ده. له همدې کبله ولسي جرګه پر حکومت نیوکه کوي، چې د امنیت په ټینګولو کې پاتې راغلی دی.

 دوی پر خبریالانو د برید عاملین وغندل او وایي، چې خبریالان بې دفاع وګړي دي؛ نو، ځکه پر هغوی شوی برید ستر جنایت دی.

د ولسي جرګې ريیس عبدالرووف ابراهیمي وایي: د شش درک پېښه د زغم وړ نده؛ مونږ تل د خبریالانو او د دې څلورم ځواک د وژنو او تپي کیدو شاهدان یو. حکومت او د ملي شورا غړي باید د دوی د امنیت په اړه یوه ګډه کړنلاره جوړه کړي.  

ولسي جرګې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یو پرانیستی لیک هم واستوه او غوښتنه یې وکړه، چې په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره جدي ګامونه اوچت کړي او د ترهګرو پر ملاتړیو فشارونه ډېر کړي.

په ولسي جرګه کې د غزني استازی عبدالقیوم سجادي وایي: د م.م امنیت شورا دنده لري، چې د جنایتونو او ترورستانو په اړه چوپ پاتې نشي او غواړو، چې د نړیوالو قوانینو له مخې د عامو وګړیو د وژنو مخه ونیسي. دغه راز باید د ترورستانو پر ملاتړیو هېوادونو په ځانګړي توګه پر پاکستان فشار راوړي، چې د دې شورا پرېکړې ومني.   

په افغانستان کې د هوا له تودیدو سره سم جګړو او تاوتریخوالي زور اخیستی او په کابل او ولایتونو کې وروستیو ځانمرګو بریدونه تر ډېره له ولسي وګړیو قربانۍ اخیستې ده.

خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version