تازه خبرونه

حکومت یو حکومت دی، مونږ هیڅ سیمه چاته نه سپارو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان ولسمشر اشرف غني له وسلوالو طالبانو سره د اختر په مناسبت د شوي اوربند او د سولې د وروستیو هڅو په اړه خبري کنفرانس ته په ډاګه کړه، چې د امن سیمو طرحه د حکومت طرحه نه ده او نه هم په دې اړه سیاسي اجماع موجوده ده.

ولسمشر ټینګار کړی، چې په پراخه کچه کورنۍ، سيمه ييزه او نړيواله اجماع د سولې د روانو هلو ځلو بنسټ جوړوي او په هغو کې داسې څه نشته.

ولسمشر دا هم ویلي، چې ولس پخلاینې ته چمتووالی ښودلی او دا مو ستره لاسته راوړنه ده.

 د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوربند ۹۸ سلنه بریالی و او بې ساری و.

هغه دغه راز د سولې په اړه د انحصار ماتولو په اړه زیاته کړې؛ هیچاته به اجازه ورنکړ شي، چې دا بهیر ویتو کړي؛ ټولو سره مشوره شوې او د ټولو اجماع په سوله ده او د ټولو افغانانو غوښتنه سوله ده.

هغه د طالبانو له خوا د احتمالي بيا ځلي اوربند غوښتنې ته هم د مثبت ځواب په ورکولو وویل، که بيا ترې غوښتنه وشي چمتو دی چې اوربند وکړي.

افغان ولسمشر د افغانستان او سویلي آسیا په تړاو د امریکا په تګلاره کې کاریدونکی زور هم د سولې په خاطر وباله او ډاډ یې وښود، چې سيمه ييز او نړیوال همکاران يې د سولې د سياست ملاتړ کوي.

نوموړي ویلي؛ له پاکستان سره په تېرو څلوېښتو کلونو کې هغه خبرې، چې بایده شوې وای نه دي شوې ؛ خو د سيمه یيزې نښلونې په برخه کې يې د خپل حکومت کار هیله بښونکی وباله.

هغه وویل، چې زه د افغانستان د ګټو ممثل یم. زه نه بهرنی ملګری لرم، نه دښمن، نه مې څوک خویندې دي نه وروڼه، ماته د افغانستان ګټې مهمې دي.

افغان ولسمشر پر طالبانو د حکومت او خلکو د سولې غوښتنې ته هم نغوته وکړه او ويې ویل: دا په طالبانو پورې اړه لري، چې اوس له دغو غوښتنو سره څرنګه چلند کوي.

ولسمشر غني په پای کې وویل: طالبه! راشه د سولې اراده وکړه، دا د افغانانو فشار دی، بهرنی نه دی؛ د علماوو غوښتنه ده، د ولس او ښځو غوښتنه ده، د سولې پرېکړه وکړه.

Trending

Exit mobile version