تازه خبرونه

حکومت امنیتي ځواکونو ته پرمختللې وسلې نه ورکوي- محقق

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

محمد محقق پر حکومت له دې کبله نیوکه کوي، چې امنیتي ځواکونو ته پرمختللې وسلې نه ورکوي او په وینا یې ترهګر د امنیتي ځواکونو په تناسب ډېرې پرمختللې وسلې لري.

د عاشورا په مراسمو کې محمد محقق د حکومت پر کړنو نیوکې وکړې او وایي، حکومت افغان ځواکونو ته حتا هغسې وسلې نشي ورکولی، چې له وسلوالو مخالفانو سره دي.

د اجرائیه ریاست دوه یم مرستیال محمد محقق د افغان ځواکونو یوه برخه خیالي بولي او د ملي اقتدار لرونکي حکومت جوړیدل غواړي.

محقق زیاتوي، له همدې کبله د دې ځواکونو تلفات لوړ دي؛ طالبان هره ورځ خپل تشکیلات پراخوي؛ خو د حکومت لمن ورځ تر بلې راټولیږي او سیمې له لاسه ورکوي.

محمد محقق حکومت تورنوي، چې د خلکو په امنیت ساتنه کې بې پروایي کوي او وایي، ځینې واک ته د

رسیدو لپاره نه پروګرام لري او نه درک. له همدې کبله هغه ملي اقتدار لرونکی حکومت غواړي او وایي، چې تر اوسه دې حکومت د طالب او داعش مخنیوی ندی کړی؛ که اولس راپورته شي څه به وکړې.

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله هم مني، چې په حکومت کې یو لړ نیمګړتیاوې شته او هغه عوامل هم ښکاره دي، چې په کې اوسیږو.

محمد محقق، چې خپله د حکومت یو مامور دی په دې ورځو کې یې د حکومت پر وړاندې له کرکې ډک دریځ نیولی دی.

Trending

Exit mobile version