پرمختګ او بشپړتیا

حکومت د باریک آب صنعتي پارک ځمکې صنعت کارانو ته ورکوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، ۶۵ نمرې ځمکه په لومړي پړاو کې ۱۶ صنعتي شرکتونو ته ورکول کیږي، چې نه یوازې به پانګوال په کې څه باندې یو میلیارد افغانۍ پانګونه وکړي، بلکې نهه زره کسانو ته کاري زمینه هم برابروي.

دا لومړی ځل دی، چې ملي وحدت حکومت په باریک اب کې ۱۶ شرکتونو ته ۶۵ نمرې ځمکه وېشي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، په دې سیمه کې به پانګوال د یو اعشاریه درې میلیارد افغانیو پر ارزښت پانګونه وکړي او څه باندې نهه زره کسانو ته کاري زمینه برابریږي.

د خصوصي سکتور او صنایعو د پراختیا معین ظهورالدین شېرزاده زیاتوي؛ زمونږ موخه داده، چې خصوصي سکتور ته بېخبناوې رامنځته شي.              

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولین څرګندوي، چې اوس د باریک آب تر څنګ په دولس نورو پارکونو کې هم صنعتکارانو ته ځمکې وېشل کیږي.

د صنایعو او کانونو خونې رییس رحیم الله سمندر وایي؛ دا له مونږ سره مرسته کوي، چې ډاډمنه پانګونه وکړو.             

صنعتکار جلال الدین سعید وایي: پانګوال باید کورنیو تولیداتو ته پاملرنه راواړوي؛ نه دا، چې سوداګري دلته وکړي او تولید له هېواده بهر.       

دا په داسې حال کې ده، چې پانګوالو ته له دې مخکې د انرژۍ نشتوالی، د ځمکې نشتوالی او په اقتصادي ادارو کې قانون ماتونې لویې ستونزې وې.

Trending

Exit mobile version