تازه خبرونه

حکومت له پخلاکیدونکیو مخالفانو سره خبرې کوي- عبدالله عبدالله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو د دري اویایمې عمومي غونډې په څنډو کې د افغانستان د ثبات لپاره د عملي ګامونو د پورته کیدو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو د دري اویایمې عمومي غونډې په څنډو کې د نیلسن منډیلا د سولې ناسته تر سره شوه، چې  په کې نړیوالې ستونزې لکه بېوزلي، کډوالي او د بشر حقونو نقش وڅېړل شو.

عبدالله عبدالله د افغانستان د سولې لپاره د نړیوالې ټولنې د ژمنو پر عملي کیدو ټینګار څرګند کړ.

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس وایي، افغانستان د تحمیلي جګړو قرباني دی او د مخنیوي لپاره یې نړیوالو هڅو ته اړتیا ده.

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله له افغانستان سره د نړیوالو مرستو دوام ګټور ګام بولي او وایي، چې زمونږ د ژمنو بیا کتنه عملي اقدامات غواړي؛ له تشو ژمنو ور اخوا مونږ باید د ژمنو پایلو ته پاملرنه راواړوو، چې نه یوازې د تعاملونو، خبرو اترو، تګلارو، سیاسي بدلونونو او سمونونو سبب شي، بلکې دوامداره  او معقولې پایلې هم ولري.  دا هغه لار ده، چې په تېرو کلونو کې تعقیب شوې. مونږ د افغان وسلوال ځواک له پرېکړې او ارادې څخه په ترهګرۍ ضد جګړه کې او دا راز د نړیوالې ټولنې له سخاوت مندانه مرستو څخه  له ارزښتونو او ګډو موخو د دفاع لپاره مننه کوو، چې زمونږ تر څنګ ولاړ دي.

دی همدا راز له وسلوالو مخالفانو غواړي، چې د خلکو له وژنو لاس واخلي او د سولې خبرو ته حاضر شي.

هغه زیاته کړې، چې زمونږ پیغام روښانه دی؛ مونږ د خپل هېواد او خلکو له ژوند او حقونو څخه د اساسي قانون په رڼا کې دفاع کوو او دغه راز چمتو یو، چې له پخلاکیدونکیو وسلوالو ډلو سره خبرې وکړو.

اجرائیه رییس اوړمه ورځ له افغانستان څخه امریکا ته تلی، چې د ملګرو ملتونو دري اویایمې عمومي ناسته کې ګډون او وینا وکړي.

د یادونې ده، چې ښاغلی عبدالله عبدالله به سبا چارشبه دغې ناستې ته، چې نن د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ پر وینا پرانستل شوه؛ د هېواد د اړتیاوو په اړه وینا وکړي.

Trending

Exit mobile version