تازه خبرونه

حکومتي مشران د سولې ملي اجماع په رامنځته کولو کې بریالي نشول- عبدالله عبدالله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د حکومت اجرائیه رييس وايي، چې حکومتي چارواکي بریالي نشول، چې په خلکو او مدني بنسټونو کې د سولې لپاره د ملي اجماع استازیتوب رامنځته کړي.

د سولې په اړه روانو هڅو د اجرائيه رییس اندېښنې را وپارولې او وايي؛ حکومت ندی توانیدلی، چې د سولې د اجماع استازیتوب وکړي. هر کله، چې د سولې خبرې مطرح شوي؛ یوه شخصي موضوع مو ګڼلې او په دې اړه که مشورې هم شوي؛ لڼدمهاله وې او دې کار مو فکرونه ووېشل.

ښاغلي عبدالله د مسکو په غونډه کې پر ګډون کوونکیو سیاستوالو هم نیوکه وکړه او زیاته یې کړه، چې سیاستوال د حکومت د کمزوري کولو لپاره له هر ډول وسیلې کار اخلي… او د سولې د خبرو په پلمه له وسلوالو طالبانو سره د دوی وروستیو ناندریو طالبان نور هم زړور کړي دي.

د وسلوالو طالبانو کړنو هم ښاغلی عبدالله  اندېښمن کړی او په دې اړه وايي، چې وسلوال طالبان د یوه ولسواک نظام لپاره نه، بلکې د اسلامي امارت لپاره جنګیږي.

اجرائيه رییس وايي، چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو وتل له دغه هېواد سره د افغانستان د اړیکو د پرې کیدو معنی نه ورکوي، بلکې له افغانستان سره به د دغه هېواد مرستې او همکارۍ روانې وي.

Trending

Exit mobile version