تازه خبرونه

حکومت د سولې د خبرو لپاره سیاسي اجماع نلري- سیاسي ډلې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

یو شمېر سیاسي ډلې وايي، چې حکومت له سیاستوالو څخه د سولې په خبرو کې ټول فرصتونه اخیستي او د افغانستان د سولې نوښت د امریکا په لاس کې دی.

حکومت د سولې د خبرو لپاره مشورتي لویه جرګه راغواړي؛ خو یو شمېر سیاستوال سر له اوسه د جرګې پایلو ته هیله من ندي او وايي، چې جوړیدونکې جرګه به هیڅ ډول ملي اجماع رامنځته نکړي؛ ځکه دوی په دې باور دي، چې غړي به یې د حکومت لخوا وټاکل شي.

د افغانستان د اسلامي نهضت ګوند رهبر سید اسحاق ګیلاني وايي؛ ولسمشر او اجرائيه رييس له هغو سیاستوالو سره ندي کتلي، چې د مسکو غونډې ته تللي وه.

دهغه په باور؛ حکومت باید د مسکو د ناستې له سیاستوالو سره وګوري، چې د خلکو او حکومت له ګټو څخه د دفاع یوه ډله رامنځته شي؛ پرته لدې اجماع ناممکنه ده او ټول مسایل به بهرنیان حلوي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه پېنځه ځلې له امریکايي پلاوي سره خبرې کړي او دوه ځله په مسکو کې جرګه شوي؛ خو له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته ندي حاضر شوي.

سیاسي کارپوه ضیاالحق فضلي وایي، چې حکومت د اجماع لپاره مشورتي جرګه جوړوي او دا کار ښیي، چې د افغانستان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو ته باوري دی.

د ملي وحدت حکومت د کب وروستۍ درې ورځې د سولې مشورتي لویې جرګې لپاره ځانګړې کړي؛ خو نیوکې دا دي، چې ښايي مشورتي لویې جرګې ته به حکومت پلوي کسان لار ومومي.

سیاسي کارپوه احمد سعیدي وایي، چې  طالبانو تر دې دمه ښه سیاست کړی او ښه پر مخ ولاړل؛ خو حکومت د سولې لپاره لار او د سولې لپاره کار ندی کړی؛ د سولې لپاره نه په حکومت کې کار کیږي، نه په ټولنه او نه له سیمې بهر.   

له افغان حکومت سره وسلوال طالبان په داسې حال کې مخامخ خبرو ته نه حاضریږي، چې په راتلونکیو څو میاشتو کې به ولسمشریزې ټاکنې تر سره شي.

د نظر خاوندان وايي، چې له حکومت سره د سولې له خبرو پرته د ټاکنو تر سره کیدل به د سولې خبرې د نورو پېنځه کلونو لپاره ځنډنۍ او پېچلې کړي، چې دا کار نه خلک غواړي او نه یې سیاسي بهیرونه غوښتونکي دي.

خبریاله: دیانا صمدي

Trending

Exit mobile version