تازه خبرونه

حکومت د ځنځیري وژنو په مخنیوي کې پاتې راغلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په کندهار کې د ولسي جرګې د غړي عبیدالله بارکزي له ترور وروسته د ولسي جرګې اداري پلاوي پر حکومت نیوکه وکړه، چې د ځنځیري وژنو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

په ولسي جرګه کې د روزګان د خلکو د استازي عبیدالله بارکزي د جنازې لمونځ د یکشنبې پر ورځ( د وري ۴) د ملي شورا په انګر کې ترسره او مړی یې همدلته خاورو ته وسپارل شو.

د عبیدالله بارکزي د جنازې په مراسمو کې د ولسي جرګې اداري پلاوي وویل، چې د هېواد مخور کسان یو پر بل پسې وژل کیږي؛ خو حکومت د دغو وژنو سپیناوی نکوي.

د ولسي جرګې منشي عرفان الله عرفان وایي؛ هر چا، چې د خلکو غږ راپورته کړ؛ دښمن یې نه پریدي. مونږ باید خپل یووالی وساتو او کنه وژل کیږو او په ځنځیري وژنو کې مو نومیالي کسان له لاسه وځي؛ خو حکومت تر دې دمه د دغو وژنو تر سره کوونکي نه پېژندلي او نه یې مجازات کړي دي.   

د ګلبدین حکمتیار د ټاکنیزې ډلې غړی فضل الهادي وزین د ملي شخصیتونو پر پټو وژنو د څرګندونو تر څنګ وایي؛ په خواشینۍ، چې حکومت د دغو وژنو عاملان نه نیولي او نه یې غوښتي دي؛ خو دا قضیه باید ژر تر ژره وڅېړل شي.

د ارواښاد عبیدالله بارکزي زوی اسماعیل بارکزی، چې په ملي پوځ کې دنده لري وايي؛ د پلار په ترور کې مې بهرني او ګاونډ هېوادونه لاس لري؛ خو تر دې دمه څه نشم ویلي او د څېړنو پایلې ته په تمه یم. مونږ ۱۱ وروڼه د پلار لار نیولې او د هېواد د دښمنانو پر خلاف به له مبارزې لاس وانخلو.

د ارواښاد بارکزي د جنازې په مراسمو کې ولسمشر غني د عبیدالله بارکزي کورنۍ ته ډاډ ورکړ، چې د نوموړي د ترور جدې څېړنه به کوي.

ولسمشر اشرف غني وایي، چې دا کار د هېواد دښمنانو تر سره کړی؛ ښاغلی بارکزی د هېواد یو غوره شخصیت و او د ترور په اړه به یې هر اړخیزې څېړنې وشي.

لدې مخکې هم د ملي شورا پر غړیو مرګوني بریدونه شوي، چې څرګنده بېلګه یې د میرولي خان پر کور برید دی، چې په کې د عبیدالله بارکزي ځوان زوی حفیظ الله بارکزی هم ووژل شو او دادی د ارواښاد بارکزي په ګډون په دغه راز بریدونو کې له تېرې څه باندې یوې نیمې لسیزې راپدیخوا د ملي شورا شل غړي وژل شوي دي.

خبریال: رفیع صدیقي

 

Trending

Exit mobile version