تازه خبرونه
حکومت او طالبان دې خپل بریدونه ودروي- د خلاصون شورا
د افغانستان د خلاصون شورا مشر سید اکبر آغا، چې د پکتیا په مرکز ګردیز کې يې یوه لویه غونډه لرله وویل: حکومت او طالبان دې نور د هېواد د ثبات او ښه والي لپاره سره يوشي او سياسي مبارزه دې پيل کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې؛ حکومت او طالبان دې د سولې له شته فرصته ګټه واخلي او یو پر بل دې هر ډول بریدونه ودروي، چې د (بین الاافغاني) خبرو لپاره نوره هم ښه زمینه برابره شي.
نوموړی زياتوي؛ باوري یم، چې بهرني ځواکونه به له هېواده ووځي.
د پکتیا قومي مشر عبدالله مجاهد ويلي، چې اوسمهال تر بل هر وخت د سولې خبرو ته ښه زمينه برابره شوې؛ د متقابل درناوي او د باور فضا د پیاوړتیا لپاره دې هم ګامونه واخيستل شي.
د پکتیا یو بل مشر ګلزار زیارمل ټینګار کړی، چې حکومت او طالبان دې لومړی اوربند اعلان کړي، چې د سولې خبرې نورې هم زړه راکښونکې او د تل پاتې سولې ته زمینه برابره شي.
حکومت هم د یکشنبې پر ورځ د پخلاینې عالی شورا غړیو لومړۍ ناسته تر سره کړه او ټاکل شوې، چې په قطر کې د سولې د خبرو په راتلونکې غونډه کې پر افغان سياسيونو سربېره د حکومت دا ډله هم برخه واخلي.
خبریال: فریدالله احمدزی