تازه خبرونه
حکومت او سیاسي بهیرونو د سولې خبرو پر جوړیدونکي پلاوي هوکړه وکړه
د پخلاینې عالی شورا غړي محمد اسمعیل خان وايي؛ د پلاوي شمېر مشخص شوی او غړي یې هم ټاکل شوي، چې
د قطر په غونډه کې به د ګډون لپاره د پنجشنبې پر ورځ دوحې ته ولاړ شي. د نوموړي د څرګندونو له مخې
په دغه پلاوي کې یو سلو پنځوس کسان ګډون لري، چې څلوېښت میرمنې هم په کې دي.
د افغانستان د سولې لپاره د افغانانو دوه یمې خپلمنځي ناستې ته له ډېرو ناندرو او مخالفتونو وروسته حکومت او سیاسي بهیرونو پر نږدې ۱۵۰ کسیز پلاوي هوکړه وکړه.
نوموړي زیاته کړې، چې د سولې په ناسته کې د ګډون کوونکیو کسانو نوملړ به په راتلونکیو دوه ورځو کې اعلام شي.
هغه دا هم ویلي، چې ۷۵ کسان به د حکومت لخوا او ۷۵ نور به د سیاسي بهیرونو لخوا یادې ناستې ته ورځي؛ خو کیدی شي نور کسان هم ورزیات شي.
ویل کیږي، چې په دې کسانو کې به د افغانستان ځينې وزيران، واليان، د سياسي ګوندونو مشران، د مدني ټولنو او ښځو استازي برخه ولري.
مخکې لدې د قطر (بين الافغاني) ناستې ته د غړیو د ټاکلو پر سر اختلافات او ناندرې راپورته شوې؛ خو بیا د پخلاينې عالی شورا وياند عمر داوودزي څرګنده کړه، چې د قطر د غونډې له پاره د خلکو پر ټاکلو کار روان دی.
طالبانو ته نږدې سرچینې هم وايي، چې د قطر په راتلونکې ناسته کې به د طالبانو شاوخوا ۲۵ کسيز پلاوی ګډون وکړي، چې په کې به د مرکچي پلاوي غړي هم وي.
پخوانی طالب چارواکی مولوي قیام الدین وایي، چې ممکن د دواړو خواوو پلاوي د پنجشنبې پر ورځ دوحې ته ورسیږي او د جمعې لمونځ د قطر له امام سره یو خای ادا کړي.
دغه راز دا هم ويل شوي وه، چې د قطر په (بين الافغاني) ناسته کې به هيڅوک د حکومت پر استازيتوب ګډون نکوي او هر څوک به د سولې او د افغانستان د قضيې د حل په اړه خپل نظر وړاندې کوي.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی، چې له طالب استازیو سره یې مخکې هم کتلي وايي؛ افغانان باید د سولې لپاره یو موټی شي.
د مصالحې شورا رهبرۍ له طالبانو سره د خبرو لپاره سرې کرښې هم مشخې کړي دي؛ د نظام پایښت، د ټاکنو تر سره کیدل، د اساسي قانون خوندیتوب، د ښځو حقونه او د بیان آزادي هغه مسایل دي، چې ویل کیږي قطر ته تلونکی پلاوی به له طالب استازیو سره پرې معامله نکوي.
د یادونې ده، چې د قطر (بين الافغاني) غونډه به د جمعې پر ورځ( دوري ۳۰ / د اپریل ۱۹) د دغه هېواد په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي، چې درې ورځې به روانه وي.