تازه خبرونه
حکومت په هلمند ولایت کې صنعتي پراختیا نه غواړي- صنعتکاران
د هملند ولایت د صنعتکارانو ټولنې مسوولینو ويلي؛ ځیني کړۍ په دې هڅه کې دي، چې په هلمند ولایت کې د صنعت چارې له صفر سره برابرې کړي.
دوۍ وايي د محلي اداري مسوولین په دې هڅه کې دي، چې د هلمند په صنعتي پارک کې د ولایتي ادارې کملکس جوړ کړي او په ولایت کې د صنعت بهیر ته د پای ټکی کیدي.
د هلمند د صنعتکارانو ټولنې مشر عبد الرشید ناصري وایي؛ تش په نو م یو صنعتي پارک لرو هغه هم اوس له ګواښ سره مخ دي. په هلمندي کې د لبنیاتو په برخه کې لوړ ظرفیت شته؛ خو نه د کرني او نه هم د صنایعو او سوداګري وزارت ورته پام کړی دی.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت بیا وايي، چې د بست صنعتي پارک د دوی دی او هیچا ته به اجازه ورنکړ شي، چې په کي له صنعت پرته نور فعالیتونه تر سره کړي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند سمیر رسا وایي: د هلمند صنعتکاران دې هیڅ اند ېښنه نکوي او هیڅ بنسټ ته به اجازه ورنکړو، چي په دې صنعتي پارک کې د پلان خلاف فعالیت وکړي دا صنعتي پارک دي او تولید باید په کې تر سره شي.
د هلمند صنعت کاران وايي؛ هغه ځمکې، چې د هلمند د ماستر پلان پر بنسټ ځانګړي شوې وې هغه د وخت د مسوولینو لخوا پلورل شوي؛ نو، ځکه اوس دوی په دې هڅه کې دي، چې د بست صنعتي پارک هم د خپلو موخو ښکار کړي.
خبریال: اسلم حجاب