پرمختګ او بشپړتیا
حکومت د ځمکني ترانسپورت په معیاري کولو کې پاتې راغلی
دهېواد خصوصي سکتور ځینو غړیو د میلیونونه دالرو پر ارزښت د معیاري ترانسپورت لپاره ترمینل جوړ کړی او له حکومته یې د پرانستې غوښتنه کوي.
دغه ترمینل، چې په شل جریبه ځمکه کې د ۸ میلیون دالرو پر پانګونه جوړ شوی او د پراختیا په حال کې دی او هم د مسافرینو د ټولو اړ تیاوو لپاره په کي بېلابېل تدابیر په پام کې نیول شوي دي.
پانګوال کبیر کبرخېل وایي، چې لدې پانګوڼې مو موخه خپلو خلکو ته معیاري خدمتونه دي. د ترانسپورت وزارت له مسوولینو هیله لرو، چې دغه ترمینل پرانستل شي، چې فعالیتونه پیل کړو.
د ترانسپورت وزارت هم د خصو صي سکتور له دغه اقدام هرکلی کوي او څرګندوي، چې له خصوصي سکتور سره د ترانسپورت وزارت د خدمتونو د معیاري کولو په برخه کې به خپله همکاري نوره هم پراخه کړو.
د ترانسپورت وزارت ویاند مهمدي روحاني وایي؛ مونږ به خصوصي سکتور نور هم وهڅو، چې نور معیاري تر مینلو هم جوړ او مسافرینو ته معیاري خدمتونه وړاندي کړي.
د کابل ښارځیني تکسي چلوونکي هم وايي؛ حکومت باید هڅه وکړي، چې د سړک له سره د مسافرینو تمځي؛ ترمینلونو ته ولیږدوي.
تکسي چلوونکی ابرا هم نومی وایي؛ شمال ته تلونکي موتر د ښار په منځ کې مسافر راټولوي، چې ښاریانو ته يي ګڼې ستونزي رامنځته کړې دي.
د کابل ښار یو بل تکسي چلوونکی نجیب الله وایي؛ د کابل ښار په بېلا بېلو برخو کې مسافر وړونکي موتر په کابل ښار کې د ګڼې ګوڼې لامل شوي حکومت باید دا ستونزه حل کړي.
د خصوصي سکتورغړي وايي، که د حکومت له خوا ورسره همکاري وشي؛ حاضر یو، چې په دې برخه کې پانګونه ډېره کړو.
خبریال: اسلم حجاب