تازه خبرونه

حکومت د متشبثو ښځو د هڅونې لپاره هیڅ ندي کړي- سوداګرې میرمنې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هېواد متشبثې میرمنې وايي، حکومت ورسره د اقتصادي هڅو د پراختیا په برخه کې هیڅ همکاري نده کړې.

په دې نندارتون کې د کابل په ګډون د هېواد له یو شمېر ولایتونو څخه هم متشبثې او سوداګرې میرمني راغلې دي.

 دوۍ وايي،  د ملي یوالي حکومت د میرمنو د اقتصادي ځواکمنتیا په برخه کې داسې کار ندی کړی، چې د میرمنو د اقتصادي ملا تړ سبب شي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ د مسوولینو ژمنې ټولې د رسنیو او کاغذ پرمخ پاتې دي؛ ځکه، چې متشبثې میرمني د پور ترلاسه کول، د بازار نشتون او د میرمنو لپاره د ځانګړیو پلورنځيو نشتون هغه ننګونې دي، چې دوی ور سره مخ دي. سوداګره راضیه وایي، چې مونږ دلته خپل تولیدات راوړي؛ خو د حکومت لخوا مو نه ملاتړ د اندېښنې وړ دی.

سوداګره ظریفه څرګندوي، چې د حکومت ټولي چارې نمایشي دي. مونږ په ځلونو له حکومته د همکارۍ غوښتنه کړې؛ خو هغه هم رد شوې ده.

سوداګره آرزو د حکومت رښتینې مرستې غواړي او وایي، چې له مونږ سره باید په رښتیني توګه عملي همکاري وشي؛ ځکه، چې مونږ باید په هراړخیزه توګه له ستونزو وژغورل شو. په ځانګړي توګه مالي ډاډ تر لاسه کړو.

 د ښځو وزارت بیا د متشبثو میرمنو دغه اداعاوي ردوي، چې د وی له کاري ستونزو سره مخ دي.

د ښځو چارو وزارت مرستیاله نبیله مصلح وایي، چې مونږ د متشبثو میرمنو د اقتصادي پراختیا لپاره پروګرامونه پلي کړي او اوس هم دغه لړۍ د پراختیا په حال کې ده. مونږ نور هم کوښښ کوو، چې له میرمنو سره د اقتصادي پراختیا په برخه کې همکاري زیاته کړو.

   د اقتصاد وزارت هم مني، چې پېنځه اشاریه اووه میلیو ن افغان میرمنې په اقتصادي هڅو کې و نډه نلري. هڅه کوي، چې هغه میرمني هم د اقتصادي فعالیتونو لپاره وهڅوي،  چې تر اوسه یې دغه بهیر ته مخه نده کړې.

د اقتصاد وزیر مصطفی مستور وایي؛ مونږ به د میرمنو د اقتصادي پراخیتا په برخه کې اقتصادي فعالیتونو ته زمینه برابره کړو، چې وکولی شي د خپلو کورنیو په اقتصادي پراختیا کې مثبت رول ولو بوي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version