تازه خبرونه

حکومت د خلکو د امنیت په ساتنه کې ناکام دی- د بشرحقونو خپلواک کمیسیون

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د بشرحقونو خپلواک کمیسیون د تېرې شپې د واده پر مراسمو د خونړي برید په غبرګون کې، حکومت د خلکو د امنیت په ساتنه کې ناکام ګني.

د بشرحقونو خپلواک کمیسیون وایي، د دولت امنیتي کړنلاره د خلکو د ځان ساتني وړتیا نلري.

د بشر حقونو د خپلواک کمیسیون مرستیال نعیم نظري څرګنده کړې، چې د حکومت امنیتي کړنلارې د منلو ندي؛ ځکه، چې تر اوسه نه دولت او نه هم د ملګرو ملتونو سازمان د ملکي وګړیو د تلفاتو د مخنیوي په موخه پر ترهګرو ډلو فشار راوستی دی.

یو شمېر سیاسي شنونکي او هېوادوال وایي، حکومت د خلکو د امنیت ساتني لپاره هیڅ پلان نلري.

دوی دا هم څرګندوي چې، په تېرو څو میاشتو کې د ملکیانو تلفات لوړ شوي؛ خو حکومت د خلکو د ژوند د ساتني په برخه کې بي غوري روانه ساتلې ده.

د بلخ اوسیدونکی حمیدالله موحد ویلي، چې: دا یو حیواني جنایت دی. مونږ په دې اړه د حکومت بېوسي ګورو؛ ځکه، چې حکومت له مدیریت او تدبیره بې برخې دی.           

کندهاریان بیا په کابل کې د واده پر مراسمو برید بشري ضد جنایت او د انساني ارزښتونو خلاف کار بولي.

د کابل اوسیدونکی صمد ګل اخلاص وایي، چې د پلازمېني کابل اوسیدونکي د ویر پر ټغر ناست دي او پر امنیتي مسوولینو نیوکې کوي.  

په داسې حال کې، چې سیاسي شنونکي حکومت پر امنیتي او استخباراتي نیمګرتیاوو تورنوي؛ خو حکومت وایي، چې دغه نیمګړتیاوې به وڅېړل شي.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version