تازه خبرونه

حکومت دې په هېواد کې د سولې د رامنځته کیدو مخه نه نیسي- حکمتیار

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند او د سولې او اسلامي عدالت د ټاکنیزې ډلې مشر ګلبدین حکمتیار وايي، چې هره ورځ درې سوه افغان سرتېري په جګړه کې وژل کیږي؛ خو حکومت اوس هم د سولې مخالفت کوي.

د ټاکنیزو کمپاینونو په لړ کې دا ځل په کابل کې سلګونه میرمنو د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت له ټاکنیزې ډلې ملاتړ اعلان کړ.

 د نوموړي په وینا؛ افغانستان دمګړۍ د تاریخ په تر ټولو سختو شرایطو کې دی او حکومت د د ستونزو په مخنیوي او حل کې پاتې راغلی دی.

ښاغلی ګلبدین حکمتیار له خپلو پلویانو غواړي، چې د حکومت ناکامو څېرو ته رایې ورنکړي.

د ولسمشرۍ دغه نوماند ټينګار کوي؛ د حکومت رهبران باید د سولې له مخالفت څخه لاس واخلي او له طالبانو هم غواړي، چې د افغانانو خپلمنځي خبرو ته ځان چمتو کړي.

Trending

Exit mobile version