تازه خبرونه

حکومت د انس حقانې د خوشې کولو هوډ نلري- صدیقي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، انس حقاني د ملي امنیت ځواکونو په بند کې دی او د خوشې کولو لپاره یې کومه هوکړه نده شوې.

افغان حکومت د انس حقاني د خوشې کیدو پر سر د هوکړې ادعا ردوي او ویل کیږي، چې له ټاکنو وروسته د سولې خبرې د ارګ د پام وړ مساله ده؛ خو په دې معنا نده، چې حکومت دې د طالبانو غوښتنو ته غاړه کیدي.

د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي ویلي، چې دمګړۍ د کوم بندي د خوشې کولو هوډ نلرو؛ زمونږ سیاست د هغو بندیانو په اړه، چې له حکومت سره دې بدل شوی ندی. د انس حقاني د آزادولو په اړه حکومت کومه پرېکړه نده کړې.

ځینې سیاسی څېرې باور لري، چې دا هوکړه د دواړو خواوو تر منځ د باور فضا را منځته کولو لپاره کیږي، چې د مذاکراتو بل پړاو رامنځته شي.

د حزب اسلامي لوړپوړي غړي همایون جریر ویلي، چې امریکا او طالبانو؛ د دوه؛ امریکایي او استرالیایي پروفیسورانو د خوشې کیدو په بدل کې د انس حقاني او حافظ رشید پر خوشې کولو هوکړه کړې ده.

طالبان او امریکا په ښکاره غواړي، چې د سولې خبرې بیا له سره پیل کړي؛ خو خبرې، چې له کوم ځایه دریدلي، له همغه ځایه بېرته پیلیږي.

طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي؛ که څه هم د سولې خبرې دریدلې اعلام شوې؛ خو بشپړې ونه دریدې او ښکېلو اړخونو پټې خبرې روانې وساتلې.

د سولې چارو کارپوه ولي الله شاهین  ویلي؛ خبرې پیلیږي او په دوحه کې پیلیږي؛ هغه خبرې، چې دریدلې وې بېرته خوندي کیږي.             

د امریکا او طالبانو خبرې برخلیک ټاکوونکي حالت ته رسيدلې وې؛ خو ولسمشر دونالد ترمپ دا بهیر لغوه کړ.

بهرنیو رسنیو تازه په ډاګه کړې، چې د سولې خبرې پیلیږي او په یو یا دوه پړاوه خبرو کې به له طالبانو سره د امریکا هوکړه لاسلیک شي.

دا په داسې حال کې، چې ارګ ویلي: اړتیا ده، چې طالبان د سولې خبرو د پر مخ بیولو لپاره اوربند او د تاوتریخوالي کمولو ته غاړه کیدي؛ ځکه دا نرمښت کولی شي مخامخ خبرو ته لار اواره کړي.

Trending

Exit mobile version