تازه خبرونه
حکومت دې د مخابراتو د ( لس سلنې مالیې) په اړه وضاحت ورکړي
مشرانو جرګې د سې شنبې پر ورځ( د تلې ۲۳) د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرست د موبایل کریدت کارتونو د لس سلنه پیسو د ټولولو په تړاو د ځواب ویلو لپاره غوښتی و.
سناتوران وایي، دا لړۍ رڼه نه ښکاري.
د مشرانو جرګې غړی نادر بلوڅ وایي، هر کال له دې اړخه حکومت ته شپږ میلیارد دالر رسیږي؛ خو په کې هیڅ روڼتیا نشته.
د مشرانو جرګې بل غړي محمد رحیم حسنیار ویلي؛ له څو کلونو راپدیخوا نده روښانه شوې، چې دا پیسې چېرته لګول کیږي؟
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍي وزارت سرپرست فهیم هاشمي ویلي، دا پیسې په مستقیم ډول د حکومتبودجې ته لیږودل کیږي او دوی یې په ټولولو کې رول نلري.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت ټینګار کوي، چې د ریال تایم د سیستم د تړون له مخې؛ تخنیکي وسایل یې کابل ته را رسیدلي او تر دوه اوونیو پورې سلام مخابراتي شرکت او نور مخابراتي شرکتونه په دې سیستم کې شاملیږي، چې د پیسو د روڼتیا تضمین وشي.