تازه خبرونه

حکومت د ټاکنو خپلواک کمیسیون په چارو کې څرګنده لاسوهنه کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

حکومت د ټاکنو خپلواک کمیسیون په چارو کې څرګنده لاسوهنه کوي او دې کار د ټاکنو روڼتیا تر پوښتنې لاندې راوستې ده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا د ټاکنو د تر سره کیدو د نېټې له اعلان وروسته د افغانستان نوې ملي جبهې د دې کمیسیون خپلواکي تر پوښتنې لاندې راوسته او ویې ویل، چې حکومت د دې کمیسیون په چارو کې څرګنده مداخله کوي.

د افغانستان د نوې ملي جبهې رییس انوار الحق احدي د پورته مطلب له څرګندولو سره وایي، د ټاکنو د مهالوېش په اعلام کې قانون تر پښو لاندې شوی او کمیسیون هم له سیاستوالو سره تشریفاتي ناستې درلودې.

نوې ملي جبهه که څه هم د ټاکنو د تر سره کیدو د مهالوېش د اعلام هرکلی کوي؛ خو ټینګار کوي، چې حکومت تل اساسي قانون تر پښو لاندې کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې مخکې له دې په ځینو سترو موضوعاتو کې حکومت په بې پروایۍ تورن شوی و. نیوکې دا دي، چې حکومت د امنیت په تامین، د برښنایي تذکرو په وېش او د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو په تر سره کیدو کې پاتې راغلی دی.

Trending

Exit mobile version