تازه خبرونه
حکومت د پراختیایي بودجې میلیاردونه افغانۍ بې ځایه لګولي- ولسي جرګه
ولسي جرګې د دوه یم ځل لپاره د ۱۳۹۷ لمریز کال د بودجې د قطعیې لګول په اجنډا کې ونیول او د مالي چارو او بودجې کمیسیون څرګنده کړې، چې په قطعیه کې د حکومت لخوا ډېرې سرغړونې شوي او ډېرې پیسې بې ځایه لګیدلي دي.
دا کمیسیون وایي، له پنځوس ډېرې سرغړونې د بیت المال په لګولو کې شوي دي.
د ولسي جرګې د مالي چارو او بودجې کمیسیون رییس محمد عظیم محسني وایي، یوازې په یو نوي کود کې دوه اعشاریه څلور میلیارد افغانۍ په ناقانون ډول لګولي دي.
د ولسي جرګې د کابل استازي عبیدالله کلمیزي څرګنده کړې، چې د خلکو له پیسو سره ستره جفا شوې او حکومت باید په دې برخه کې سپیناوی ورکړي.
د ولسي جرګې لومړي مرستیال امیر خان یار ویلي، د بودجې اصول پاڼه په ښکاره نقض شوې او دا موضوع باید په جدي ډول وڅېړل شي.
ټاکل شوې د دوشنبې پر ورځ د حکومت مسوولین د تېر کال په پراختیایي بودجه کې د میلیاردونو افغانیو د بې ځایه لګیدو په تړاو ولسي جرګې ته سپیناوی ورکړي.