بلخ @ps
حکومت د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو کان کیندنې تړونونه فسخه کړل
د اقتصادعالي شورا، چې مشري یې ولسمشر اشرف غني لري؛ د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو کان کیندنې تړونونه فسخه کړل.
د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو د کان کیندنې تړونونه نږدې یو کال مخکې په واشنګتن کې د افغان سفارت پر کوربتوب ترکش افغان مایننګ او افغان ګولډ ایند مایننګ شرکتونو دا تړونونه لاسلیک او تر لاسه کړي وه، چې د افغانستان د ښار جوړولو او ځمکې پخوانی وزیر سید سعادت منصور نادري یې یو ونډه لروونکی و.
له دې شرکتونو سره تړونونه؛ ځکه فسخه شوي، چې ویل کیږي د ونډوالو ګټې په ټکر کې وې.
د اقتصاد عالي شورا دا تړونونه فسخه کړي او دلیل دا راوړي، چې دې شرکتونو خپلې مالي ژمنې ندي عملي کړي.
د کانونو او پترولیم وزارت ویلي، درې ځله یې قراردادیانو ته وخت وټاکه؛ خو دې شرکتونو خپلې ژمنې عملي نکړې.
د کانونو او پترولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي ویلي؛ دا تړونونه؛ ځکه لغو شول، چې قراردادیانو پخپلو مالي ژمنو عمل ونکړ.
نوموړی وایي؛ دوه درې ورځې مخکې د اقتصاد عالی شوره پرېکړه وکړه، چې د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو قراردادونه هسخه کړي. د دغو قراردادونو د فسخې علت داو، چې شرکتونو ونه شو کولی د تړونونو معیارونه بشپړ کړي.
د افغانستان روڼتیا څار د حکومت پر دغې کړنې د نیوکې تر څنګ وایي، اقتصادي عالي شورا یو کال مخکې باید له دې شرکتونو سره داسې تړونونه نه وای لاسلیک کړي.
د افغانستان روڼتیا څار غړي ناصر تیموري زیاته کړې؛ نه یوازې دا دوه پروژې، بلکې د کانونو لس نور تړونونه هم داسې دي، چې له کوچنیو شرکتونو سره شوي او غیر معیاري کار کوي.
د بدخشان د سرو زرو او بلخاب د مسو کانونو د کیندنو تړونونه د دېرش کلونو لپاره لاسلیک شوي وه، او ټاکل شوې وه، چې قرادادي شرکتونو درې لومړیو کلونو کې اته اویا میلیون دالر پانګونه کړې وای.
له دې مخکې د آمو سیند د تېلو حوزې او د لوګر د عینک د مسو کان د کیندلو تړونونه له چینایي شرکتونو سره شوي وه، چې د حکومت د لاسوهنو له کبله تر اوسه په هیڅ یوه کې هم کېندنې ندي شوي.