تازه خبرونه

حکومت دې د قاچاقي زعفرانو مخنیوی وکړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هېواد د زعفران صادرونکي شرکتونه وايي، چې حکومت باید افغانستان ته د قاچاقي زعفرانو مخنیوي وکړي.

د هېوادنیو زعفرانو د تولیدي او صادارتو په برخه کې په لس ګونه کورنیو شرکتونو په لکونو امریکايي دالر پانګونه کړې. دوی اندېښنه څرګندوي، چې کورنیو مارکیتونو ته د زعفرانو د قاچاق د زیاتوالي له کبله د افغان زعفرانو پر بیو منفي اغطز رامنځته شوی دی.

دوی له حکومته غوښتنه کوي، چې د هېواد په بندرونو کې دې د دغې ستونزې د منخیوي لپاره لاس په کار شي.

د زعفرانو د صادروونکیو شرکتونو استازی رامز باقري وایي: اوس هم د کورنیو زعفرانو د بیو پر وړاندي ستونزه د بهر نه د قاچاق کیدونکیو زعفرانو له کبله ده، چې حکومت باید دا ستونزه حل کړي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي هم د هېواد په مارکیتونو کې پر قاچاقي زعفرانو اندېښنه څرګنده کړې او زیاتوي، چې مونږ د نړي پر کچه خورا د لوړ کیفیت لرونکي زعفران لرو او مونږ اوس په داخل کې هم د ازمایښت لپاره تدابیر نیولي؛ ځکه، چې په نړي کې لوړ مقام لري.

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د زعفرانو لوړ کیفیت خوراښه چانس دی؛ خو حکومت باید د قاچاق مخنیوي وکړي.

اقتصادي چارو کارپوه صیام الدین پسر لي ویلي، چې اوس هم زمونږ هېواد ته د قاچاق د پراختیا له کبله ستونزه شته. حکومت باید ورته پاملرنه وکړي؛ ځکه زمونږ ګاونډ هېوادونه خپل زعفران د افغانستان په نامه پلوري.

د یادونې وړ ده، چې د خصوصي سکتور د چار پوهانو دغه اندېښنې؛ ځکه راپورته شوي، چې په دې وروستیو کې د افغانستان زعفرانو د اتم ځل لپاره په نړیواله کچه بیا هم لومړی مقام خپل کړ.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version