تازه خبرونه

حکومت په ۹۱ کوډ کې د پيسو زیاتولو له صلاحیته بې برخې شو- ولسي جرګه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسي جرګې مالي او بودجي کمیسیون حکومت په ۹۱ کوډ کې د پيسو زیاتولو له صلاحیته بې برخې کړ.

تمه کیږي، چې ولسي جرګه د چهارشنبې پر روځ / د سلواغې ۲ د ۱۳۹۹ مالي کال بودجه په خپله اجندا کې ونیسي.

د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمیسیون څرګنده کړې؛ هغه تعدیلات او بدلونونه، چې د حکومت له لورې د بودجې په سند کې وړاندیز شوي دي باید په جدې توګه تر نظر لاندې ونیول شي.

دي کمیسیون همدارنګه له حکومت څخه په ۹۱ کوډ کې د پیسو د زیاتولو صلاحیت هم اخیستی دی.

 د ولسي جرګې د مالي او بودجي کميسیون منشي سید عظیم کبرزاني وایي، چې حکومت باید په پراختیايي پروژو کې د انډول برابرولو لپاره هم ګام پورته کړي او که د پوهنې او روغتیا په سکتورونو کې تعدیلاتو ته پاملرنه ونشي؛ شونې ده، چې دا سند ونه منل شي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي هم ټینګار کوي، چې د هېواد یو شمېر ولایتونو ته د حکومت بې پامي له خلکو سره لویه جفا ده.

په ولسي جرګه کې د کندوز استازې فاطمه عزیز ویلي: هر کال پر بودجه ناندرې راپورته کیږي؛ ځکه انډول په نظر کې نه نیول کیږي؛ یو شمېر ولایتونو ته لږ او یو شمېر نورو ته ډېرې پروژې سپارل کیږي. باید پوره پاملرنه ورته وشي، چې بودجه ومنل شي.          

په ولسي جرګه کې د جوزجان استازې حلیمه صدف کریمي وایي: د ۱۳۹۹ لمریز کال د بودجې سند وکیلانو تر لاسه کړی، چې درې بنسټیزې ستونزې لري؛ یوه یې په پراختیایي پروژو کې د انډول نشتوالی دی او بې برخو ولایتونو ته په کې پاملرنه نده شوې.       

د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمیسیون ټینګار کوي، چې د بودجې په سند کې له ټولو ستونزو سره سره حکومت باید د دې بودجې مسوده چمتو کړي او که د بودجې په سند کې ستونزې حل نشي؛ ولسي جرګه به یي د نه منلو پرېکړه وکړي.

Trending

Exit mobile version