تازه خبرونه
حکومت د طالبانو او امریکایانو د سولې خبرو له پرمختګه هرکلی وکړ
د افغانستان حکومت یو ځل بیا د طالبانو او امریکایانو د سولې خبرو له پرمختګه هرکلی څرګند کړ.
په عامه او ستراتیژیکو چارو کې د ولسمشر اشرف غني سلاکار وحید عمرویلي، چې حکومت په دوحه کې د سولې خبرو له پرمختګه هرکلی کوي او هیله من دی، چې د دغو خبرو وروستي پړاوونه ژر پیل شي.
وحید عمر ویلي؛ د افغانستان خلک د دې وړ دي، چې په هېواد کې یې تاوتریخوالی پوره پای ته ورسول شي او د افغانانو خپلمنځي خبرو ته زمینه برابره شي.
دغه راز نوموړی د افغانستان د دولت او وسلوالو مخالفانو تر منځ د خپلمنځیي خبرو لپاره بشپړ اوربند یو بنسټیز ګام هم بولي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر تېره ورځ له طالبانو سره د سولې هوکړه په مشروطه توګه منلې ده.
د دغې مشروطې هوکړې له مخې طالبان باید په اووه لومړیو ورځو کې د تاوتریخوالي د کمولو ژمنه وکړي، چې د افغانانو خپلمنځي خبرو او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د یوې برخې وتلو ته زمینه برابره شي.
