تازه خبرونه
حکومت له طالبانو سره د امریکا د هوکړې له یوې برخې سره موافق ندی
د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي ، د امریکا او طالب استازیو تر منځ د سولې هوکړه لیک له منځپانګې خبر دی او په ځینو تخنیکي برخو کې ور سره موافق ندی.
د تاوتریخوالي کمي اوونۍ طالبلانو او هغو هېوادونو لپاره آزموینه وه، چې له دې ډلې ملاتړ کوي.
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي مسعود اندرابي ویلي، د تاوتریخوالي کمی دوام لري؛ خو په خبره یې افغان ځواکونه هم په دفاعي حالت کې دي.
د ملکي خدمتونو او اداري سمونونو خپلواک کمیسیون رییس له طالبانو سره د امریکا د سولې هوکړه د جګړې پای او د تاوتریخوالي کمي لپاره لوی ګام ګڼي.