Connect with us

تازه خبرونه

حکومت د مرکچي پلاوی پر جوړولو بریالی شوی ندی

خپور شوی

د

یو شمېر سیاسي ډلو او ګوندونو ویلي، چې حکومت د سولې مرکچي پلاوي په اړه ور سره مشوره نده کړي او غواړي، چې دا بهیر په انحصاري بڼه تر سره کړي.

د سولې په بهیر کې د حکومتي مشرتابه هڅې اوس هم پر ځینو سیاسیونو ښې نه لګیږي او څرګندوي، چې پدې اړه ور سره مشوره نکیږي.

په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د ګلبدین حکمتیار لومړي مرستیال فضل الهادي وزین ویلي، حکومت غواړي دا بهیر پوره په خپل واک کې ولري، چې دا کار د افغانستان د خلکو او سیاسي لوریو  لپاره ښه ځواب ندی.

سیاسي هڅاند عزیز ستانکزی وایي؛ یو ټولګډونه پلاوی، چې د ټولنې له ټولو اړخونو استازیتوب وکړي باید ولیږل شي، چې له ټولو لاسته راوړنو ملاتړ وکړي.               

له دې مخکې حکومت ویلي وه، چې یو ټول منلی پلاوی به جوړ کړي.

د ارګ اصلي رقیب، چې د ولسمشرۍ مدعي دی وایی، ولسمشرۍ ته اجازه نه ورکوي، چې په خپل سر له طالبانو سره د سولې خبرې وکړي.

د عبدالله عبدالله د ویاند مرستیال امید میثم ویلي؛ د خبرو پلاوی یې چمتو کړی، چې ژر به د افغانانو خپلمنځي خبرو کې برخه واخلي.

مخکې ولسمشر غني د خپلې لوړې پر مهال ویلي وه، چې مرکچي پلاوی به د همدې اوونۍ د سې شنبې پر ورځ معرفي کړي؛  خو د درې ورځو له تېریدو سره هم دا کار ندی تر سره شوی او د افغانانو خپلمنځي خبرې هم ښایي په همدې دلیل ځنډیدلې وي.

تازه خبرونه

په کندوز ولایت کې د سرو زرو کان کېندلو تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا کان له ۵ کیلومټره مربع څخه ډېر پراخ دی، چې ۲۰ میلیون ډالر پانګه‌ونه به په کې وشي.

Published

on

د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی، چې د کندوز ولایت په قلعه‌زال ولسوالۍ کې د سرو زرو د کان کېندلو تړون د آذربایجان او قرغزستان له شرکتونو سره لاسلیک شوی دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا کان له ۵ کیلومټره مربع څخه ډېر پراخ دی، چې ۲۰ میلیون ډالر پانګه‌ونه به په کې وشي.

دغو شرکتونو ژمنه کړې، چې د ۳۰ سلنه امتیاز پر ورکولو به ۲۰۰ زره امریکایي ډالر په بېلابېلو ټولنیزو خدماتو کې ولګول شي او په مستقیم او غیر مستقیم ډول ۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

ویل کیږي، چې د کانونو او پټرولیم وزیر وايي؛ د دې تړون لاسلیک د درې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا پر لور یو مثبت ګام دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ

۴۰ کلن نجیب‌الله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړه‌راکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.

Published

on

بریټانوي رسنیو راپور ورکړی، چې نجیبالله عرب نومي یو افغان د اکسفورډ ښار په یوه محکمه کې پر یوې ماشومې د جنسي تېري جرم منلی دی.

۴۰ کلن نجیب‌الله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړه‌راکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.

عرب د روان کال له پیل څخه راپدېخوا پر څو نورو جرمونو اعتراف کړی و. هغه په ګرو سیمه کې د جنسي تېري پر تور هم اعتراف کړی دی.

هغه د یوې بلې میرمنې پر وړاندې د جنسي ځورونې، جنسي تېري او تښتونې تورونه هم منلي دي.

ټاکل شوې، چې محکمه به د عرب پر وړاندې د جون پر نولسمه حکم صادر کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملي آرشیف یو شمېر کتابونه، نسخې او فرمانونه ډیجیټلي کړل

د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.

Published

on

ملي آرشیف په ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال کې د نسب‌نامې پر یوې کاپۍ سربېره ۷۴۱ ټوکه کتابونه، ۲۳۲ نسخې او ۳۵۸ فرمانونه ډیجیټل کړي دي.

د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.

چارواکو څو ځله د تاریخي اسنادو او خطي نسخو د ساتنې پر اړتیا او ارزښت ټینګار کړی، چې ډېری یې څو پېړۍ پخواني دي او د هېواد بډایه فرهنګي میراث انځوروي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!