تازه خبرونه
حکومت د مرکچي پلاوي له بشپړیدو خبر ورکړ
ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي؛ د حکومت د سولې مرکچي پلاوی بشپړ شوی او هر کله، چې طالبان خبرو ته چمتو شي، د پلاوي د غړیو جوړښت به هم اعلان شي.
د افغانانو خپلمنځي خبرې باید څلور ورځې مخکې تر سره شوې وای؛ خو حکومت وایي، د سولې مرکچي پلاوی بشپړ شوی او هر کله، چې طالبان د سولې خبرو ته چمتو شي، د پلاوي د غړیو نومونه په ډاګه شي.
د ولسمشر د ویاند مرستیاله درانۍ وزیرۍ ویلي؛ د مشورو په خاطر او دا، چې پلاوی ټول منلی وي، دې مسالې لږ ډېر وخت واخیست.
طالبانو ته نږدې سرچینو څرګنده کړې، چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو لپاره د مرکچي پلاوي نه معرفي کولو د سولې بهیر له ننګونو سره مخ کړی او یاد بهیر ته دروند زیان رسوي.
د طالبانو پخواني غړي سید اکبر آغا ویلي، اشرف غني او عبدالله ویلي، بېل بېل پلاوي به خبرو ته غوره کوي؛ خو زما په اند طالبان به دا دواړه پلاوي ونه مني او شمېر به یې هم ډېر وي. همدا ستونزې دي، چې له طالبانو سره یې خبرې ستونزمنې کړي دي.
د ملي شورا ځینې غړي هم باوري دي، چې په دې مساله کې ځنډ د حکومت دننه د خپلمنځي اختلافونو پایله ده.
د مشرانو جرګې غړي عبدالله قرلق ویلي: تر هغې، چې په هېواد کې سیاسي اجماع او کورنۍ همغږي رامنځته نشي؛ ناندرې او اختلافونه به هم روان وي. دا کار به د سولې بهیر او خپلمنځي خبرې هم زیانمنې کړي.
د ولسي جرګې غړی اقبال ساپي څرګنده کړې؛ هغو سیاسیونو، چې د ولسمشرۍ له لوړې مخکې یې د سولې له بهیره هرکلی کاوه ؛ اوس د سولې له بهیره وتلي او پلاوي نه اعلانوي. اوس که حکومت د سیاسیونو له مشورې پرته مرکچي پلاوی لیږي، سیاسیون یې نه مني، چې نه ټول منلی دی او نه مونږ په کې برخه لرو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي: له سیاسیونو سره د مشورو وروستی پړاو راوان دی. د مرکچي پلاوي له روستي کولو سره مسوولانه هڅې تر سره کوو، چې ټول منلی او د وړتیاوو لرونکی حکومتي پلاوی ورسره خبرې وکړي.
حکومت، چې له طالبانو سره دوحې ته د تماس نیولو په خاطر شپږ کسیز پلاوی لیږلی و؛ بریالی شوی ندی، چې له طالبانو سره اړیکه ونیسي او تېره ورځ بېرته کابل ته را ستون شوی دی.