تازه خبرونه
حکومت له کرونا ویروس سره بې تفاوته چلند کړی- د ولسي جرګې غړي
د ولسي جرګې یو شمېر غړیو ويلي؛ حکومت د کرونا ویروس د خپرېدو په مخنیوي کې بی تفاوته باتې دی او یاد ویروس ترې خپور شو.
په هېواد کې د کرونا ویروس ډېریدو د ولسي جرګې غړي اندیښمن کړي او پر حکومت تور لګوي، چې د کرونا ویروس پروړاندې په مبارزه کې بېوسه دی.
په ولسي جرګه کې د هرات استازي غلام فاروق مجروح ویلي، چې که حکومت په پولو کې د قرنطین بهیر عملي نکړي کرونا ویروس به نوره پراختیا هم ومومي.
نوموړي زیاته کړې؛ اوس هم په هرات کې داسې کسان ډېر دي، چې ناروغي یې تشخیص شوې نده.
د هرات استازې ناهید فرید ویلي؛ په هرات کې د کرونا ویروس د ازموینې بهیر له ستونزو سره مخ شوی او ډېرو ولایتونو ته روغتیای بستې ندي رسیدلي.
د هغې د څرګندونو له مخې؛ دا په هرات کې د کرونا ویروس د معلومولو د وړتیاوو د نشتون ځېږنده حالت دی، چې په تېرو څو ورځو کې کومه کتنه او معاینه نده تر سره شوې او په خواشینۍ، چې د مړنې شمېر هم پنځوس سلنه پورته شوی؛ خو سیاسي مشران یوازې زمونږ رایې غواړي؛ د ځاني زیان په اړه مو بې باملرنې دي.
په ولسي جرګه کې د بادغیس استازې فریده بیکزاد وایي، چې په بادغیس ولایت کې له کرونا ویروس سره د مبارزې امکانات نشته. په داسې حال کې، چې یو شمېر هېوادوال مو له ایرانه دې ولایت ته راغلي دي.
د ولسي جرګې رییس ویلي د کرونا ویروس پر وړاندې په مبارزه کې باید حکومت ټول ولایتونه په پام کې ولري.
د ولسي جرګې مشر میررحمان رحماني ټینګار کړی، چې د عامې روغتیا وزارت باید ټولو ولایتونو ته یو شان لاسرسی ومومي او ټولو هېوادوالو ته روغتیایي آسانتیاوې ورسوي، چې خلک د دغه ویروس له زیانونو خوندي پاتې شي.
د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي، چې که د کرونا پر وړاندې په مبارزه کې سلیقوي او سیاسي چلند وشي په افغانستان کې به یې کنترولول ناشوني وي او ډېر خلک به پرې اخته شي.
