تازه خبرونه
حکومت د برښنایي تذکرو د وېش اراده نه لري
د ولسي جرګې ځینې غړي وایي؛ ځینې کسان شته، چې د برښنایي تذکرو د وېش په وړاندې ستونزې جوړوي.
دوی وایي، د برښنایي تذکرو د وېش لپاره هیڅ پلان او اراده نشته.
د ولسي جرګې غړی فرهاد اعظیمي وایي، ناامنیو د اصلاحاتو لړۍ ټکنۍ کړې او د دغه بهیر پلي کیدل اوسمهال ناشوني دي.
د ولسي جرګې غړی غلام فاروق مجروح وایي؛ حکومت هیڅکله د برښنایي تذکرو د وېش لپاره، چې یو ملي او د باور وړ سند دي ټینګه اراده نه ده ښکاره کړې او دغه راز نه غواړي، چې راتلونکې ټاکنې دې رڼې وي.
د وګړیو د احوال د ثبت ادارې رییس همایون محتاط وایي؛ د ولسمشر د فرمان له مخې په دې اړه کار روان دی.
د هغه په وینا؛ د برښنایي تذکرو د وېش لپاره د لومړني پړاو ۹۰ ورځنۍ هڅې روانې دي او په دې اړه د خلکو د اندېښنې راپارولو ستونزه نه لیدل کیږي. د دې بهیر حقوقي، لوژستیکي او بودجوي چارې حل شوې دي.
د نوموړي په وینا؛ د وېشلړۍ لومړۍ له کابله پیل کیږي او د هویت د تثبیت په برخه کې هیڅ درغلي نه کیږي.
ویل کیږي، چې د تذکرو له وېش وروسته به په هېواد کې هر اړخیزه پراختیا رامنځته شي.