تازه خبرونه

خانجان: امريکا دې افغانستان کې پانګونه وکړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د امریکا له نوي حکومت غواړي چې امریکایي سوداګر او پانګوال تشویق کړي څو افغانستان کې پانګونه وکړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال وایي، افغانستان کې پانګونې ته ډېر فرصتونه شته، په همدې حال کې اقتصادي شنونکي وایي، افغانستان د اقتصادي پروګرامونو له کموالي سره مخامخ دی له همدې امله به د مرستو جذبول د دوی په وینا ستونزمن کار وي.

تېر کال کمو امریکایي شرکتونو افغانستان کې فعالیت درلود چې د سوداګرۍ کچه یې له لس تر پنځه ویشت میلیون ډالرو وه. اوس د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه له نوي امریکایي ولسمشر غواړي چې افغانستان کې اقتصادي فرصتونو ته په کتو سره اقتصادي ودې او پانګونې ته ډېره پاملرنه وکړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي: “د کرنې، زیربنا او نوور برخوې کې زموږ هېواد د پانګونې له پاره ډېر فرصتونه (موکې) لري، که امريکا دلته پانګونه کوي هم به خپله ګټهوکړي او هم به افغانانو ته ګټه وي.”

په همدې حال کې اقتصادي شنونکي وایي، افغانستان کې د اقتصاد په ډګر کې نوی پروګرام شته، له همدې امله به د دوی په وینا، ستونزمنه وي چې نړیوالې مرستې جذب شي.

سياسي شنونکی آذرخش حافظي وايي: “تر هغې چې موږ پياوړي اقتصادي پروګرامونه ونه لرو، د بېوزلۍ د له منځه وړلو او اقتصادي ودې له پاره به حل لاره ونه لرو، نو په داسې حال کې به د دوی پيسې څه ډول جذب کړای شو.”

له کله چې د ملي یووالي حکومت په کار پیل کړی، کورني او بهرني پانګوال یې هڅولې چې افغانستان کې پانګونه وکړي، خو ناامني د دې سترې موخې د لارې لوی خنډ دی.

Trending

Exit mobile version