تازه خبرونه

خاکجبار د ازرې او حصارک ولسوالیو څخه تر ګواښ لاندې ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کابل خاکبار ولسوالۍ امنیتي مسولین وایي؛ دا ولسوالۍ د لوګر د ازرې او د ننګرهار د حصارک ولسوالیو څخه تر ګواښ لاندې ده.

د خاکجبار ولسوال عبدالباري عارض وايي چې دا ګواښونه ډير جدي نه دي، خو وايي چې مخنیوي ته یې باید جدي پام وشي:

“موږ له څو ناامنو ولسوالیو سره ګډه پوله لرو. کله کله داسې پیښيږي چې ځینې ډلې په موقتي ډول د ازرې ولسوالۍ له لارې د پاکستان له پولو راتېرېږي؛ دوه درې راکیټه توغوي او بیرته تښتي. موږ غواړو چې حصارک او ازره ولسوالیانې په امن کې شي؛ ځکه که دغه دوه ولسوالۍ په امن کې وي، نو له موږ سره د پولو اندیښنه هم له منځه ځي.

د دغې ولسوالۍ امنیتي مسولین وايي چې په روان کال کې د دغې ولسوالۍ امنیت چندان ښه نه دی؛ خو وایي چې سیمه د دوی تر حاکمیت لاندې دی.

د بند غازي سیمې د یوې پوستې پولیس هم وايي چې سږ کال د تېر په پرتله امینتي وضعیت ښه نه دی.

د سیمې اوسیدونکې په ښکاره ډول له امنیتي حالت څخه خوښ دي او وایي چې د تېر په پرتله امنیت ښه دی او دوی کولای شي دلته تګ راتګ وکړي.

خاکجبار ولسوالۍ یو وخت د کابل تر ټولو نا امنه سیمه بلل کیده.

د خاکجبار ولسوالۍ ۹ سوه کیلو متره پراخوالی لري او په ټولو پنځوسو کلیو کې يې پنځه ویشت زره کسان اوسیږي. بازار او سړکونه له خلکو تش ښکاري.

د خاکجبار ولسوالۍ یوه غرنۍ ولسوالي ده چې له یوې خوا د کابل موسيي ولسوالۍ غرونه دي او له بلې خوا د لوګر د ازرې له نامنې ولسوالۍ سره تړلې ده.

د ننګرهار د حصارک نا امنه ولسوالۍ هم د دغې ولسوالۍ سره په څنډه کې پرته ده.

خبریال: حمید صدیقي

Trending

Exit mobile version