تازه خبرونه
خبریالان د ملت او نظام د وصل استازي دي-ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د خبریالانو د ملي ورځې د مناسبت په یوه پیغام کې دوی د ملت او نظام تر منځ د وصل استازي یاد کړل.
د اسلامي امارت ویاند د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت د هېواد ټولو خبریالانو ته مبارکي ویلي او دوی ته یې د اسلامي ارزښتونو او د هېواد د ملي ګټو په چوکاټ کې د بریاوو هیله کړې.
ذبیح الله مجاهد وايي؛ خبریالانو ته د اسلامي ارزښتونو او د هېواد د ملي ګټو په چوکاټ کې د ډېرو بریاوو هیله کوو، ځکه خبریالان د ملت او نظام ترمنځ د وصل استازي دي. له هغوی څخه هیله کیږي، چې د رسنیزو اصولو په نظر کې نیولو سره نور هم ډېر هڅاند واوسي.
د هېواد یو شمېر خبریالان له دولتي بنسټونو غوښتنه کوي، چې د شایعاتو د مخنیوي لپاره دې خبریالانو ته پخپل وخت معلومات ورکړ شي.
خبریاله ګیتا رشید زاده د یو شمېر ښځینه خبریالانو د بې کارۍ په اړه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ وایي، چې د دوی پر فعالیتونو دې محدودیتونه لرې شي.
د افغانستان د رسنیو ټولنې، چې له رسنیو ملاتړ کوي؛ دغه ورځ ونمانځله.
خبریال صمیم فروغ فیضي ويلي، خبريالان بايد معلوماتو ته د لاسرسي تر څنګ ځاني او مالي امنيت هم ولري.
د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې رییس حجت الله مجددي په دې باور دی، چې په هېواد کې د رسنیو او خبریالانو وضعیت مخ پر ښه کېدو دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې له وروستيو سياسي تحولاتو وروسته په مرکز او ولايتونو کې يو شمېر غږيزو او انځوریزو رسنيو د مالي ستونزو او بېلابېلو لاملونو له کبله خپل فعاليتونه وځنډول؛ خو په تېرو دوه کلونو کې يو شمېر رسنيو بېرته خپلې خپرونې پیل کړې.
