تازه خبرونه
خبریالان په مرکز او هېواد کې خوندیتوب نه لري
د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ اداره وایي، د خبریالانو په وړاندې د زورزیاتي پېښې د زیاتیدو په حال کې دي.
د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی رییس مجیب خلوتګر وایي، زیاتره خبریالان د زورزیاتي له پېښو سره مخ دي او دا، چې د تاوتریخوالي اکثره پېښې نه څېړل کیږي؛ نو په زیاترو مواردو کې ثبت شوې هم نه دي.
خبریالان نه خوندیتوب او د حکومت نه اراده د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو د لاسرسي لپاره سترې ستونزې بولي.
خبریال رازقیان وایي، چې مونږ خبریالان هم خوندي نه یوو؛ کله، چې زه د ناڅرګنده کسانو لخوا ووهل شوم، پولیسو ته مې خپل غږ ورسولو، خو هغو هم ونه څارله.
دا لومړی ځل نه دی، چې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو په اړه اندېښنې ښکاره کیږي.
په تېر کې هم د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ ادارو دا هېواد د خبریالانو لپاره خطرناک هېواد ګڼلی و.