بی بی سی پښتو

خدیجه چنګېز: بایډن دې د خاشقجي د وژنې په اړه استخباراتي راپور خپور کړي

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۹, ۱۳۹۹)
Reuters
خدیجه چنګېز د خاشقجي د وژل کېدو پرمهال د هغه کوژدنه وه

د بریتانیا “ګارډین” ورځپاڼې د شنبې ورځې په یوه رپوټ کې په ترکیه کې د وژل شوي سعودي خبریال جمال خاشقجي د کوژدنې خدیجه چنګېز هغه غوښتنه راخیستې چې وايي د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن دې د جمال خاشجي د وژل کېدو په اړه استخباراتي معلومات خپاره کړي.

په “ګارډین” ورځپاڼه کې د سټیفني کیرشګایسنر رپوټ د “خدیجه چنګیز له بایډن د وژلو د ترور په اړه د استخباراتي رپوټ خپرېدل غواړي” تر سریک لاندې خپور شوی دی.

ورځپاڼه وايي، خدیجې چنګېز له جو بایډن د سعودي واکمن نظام مخالف او د وژل شوي خبریال جمال خاشقجي د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه د سي ای اې د پټو استخباراتي معلوماتو خپرولو غوښتنه کړې.

د خدیجې غوښتنه دا ده، کله چې بایډن سپینې ماڼۍ ته ولاړ شي او دغه راپور خپور کړي، د دغه جرم او پکې د ښکېلو کسانو د برملا کولو برخه کې به ډېره مرسته وکړای شي.

ورځپاڼه وايي، د جمال خاشقجي د وژل کېدو په اړه پټ څارګر معلومات لا تر اوسه نه دي خپاره شوي، خو لویو خبري رسنیو یې په اړه له جزییاتو ورکولو پرته ځینې لنډ رپوټونه ورکړي دي.

په رپوټ کې راغلي، ځینې داسې “متوسط او باوري” ثبوتونه شته چې ګنې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ددغې وژنې امر کړی و.

د روان کال د مارچ میاشتې په وروستیو کې ترکیې شل کسان د وژل شوي سعودي خبریال جمال خاشقجي په وژنه تورن کړي‌ وو.

‌ په تورنو کسانو کې د سعودي د استخباراتو پخوانی مرستیال احمد عسیري او د شاهي‌ کورنۍ پخوانی سلاکار سعود القحطاني هم شامل دي.

نور اتلس کسان هم،‌ چې ویل کېږي ټول سعودیان دي، د خبریال خاشقجي په وژنه کې په ښکېلتیا تورن شوي.‌‌

ترکي چارواکو دا تورونه د عیني‌ شاهدانو د بیانونو پر اساس لګولي او هغه ډیجیټل اله یې هم پلټلې چې د وژل کېدو پر مهال د جمال خاشقجي په لاس تړلې وه.

جمال خاشقجي د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر کې استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې په مرموز ډول وژل شوی و.‌

د لوېدیځو هېوادونو استخبارات وایي چې سعودي‌ ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د جمال خاشقجي د وژنې امر کړی و، خو پخپله شهزاده سلمان دا تورونه ردوي او دا وژنه د یو شمېر خپلسرو کسانو کار بولي.‌

سعودي حکومت د دې وژنې په تور پنځه نامالوم کسان په اعدام محکوم کړي او درې تنه نور یې زنداني‌ کړي هم دي.

د ملګرو ملتونو یوه ځانګړي رپوټ ویلي وو چې جمال خاشقجي په قصدي او ناقانونه توګه وژل شوی و او د سعودي عربستان دولت یې د وژنې مسئول دی.

۵۹ کلن جمال خاشقجي د وژل کېدو پر مهال “واشنګټن پوسټ” ورځپاڼې ته کار کاوه او د سعودي حکومت او چارواکو په اړه یې نیوکې کولې.

Trending

Exit mobile version