سیمه ییز خبرونه

خصوصي امنيتي شركتونه د هېواد د لويو لارو په نا امنيو کې لاس لري

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

خصوصي امنيتي شركتونه د هېواد په لویو لارو كې اوس هم د نا امنيو لامل دي، د ولسي جرګې د كورني امنيت د كميسيون غړو د دغه مطلب په څرګندولو سره زياته كړه، چې خصوصي امنيتي شركتونه د هېواد په لويو لارو كې د نا امنيو تر څنګ د نشه يې توكو او انسان په قاچاق كې هم لاس لري.

د وسله والو طالبانو د رژيم له نسكورېدو وروسته په هېواد كې لسګونه خصوصي امنيتي شركتونه جوړ شول كله، چې دغه شركتونه په يو شمېر نا امنيو كې په لاس لرلو تورن شول افغان ولسمشر د دغه شركتونو د لغوه كېدو فرمان صادر كړ.

د ولسي جرګې د كورني امنيت د كميسيون غړى لالى حميد زى وايي:

د خصوصي امنيتي شركتونو د لغوه كولو په برخه كې د افغان ولسمشر حامد كرزي فرمان تر اوسه په پوره ډول نه دې پلى شوې.

د كورنيو چارو وزارت د عامه ساتنې معين جليل جنبش، چې د خصوصي شركتونو د فعاليت په باب د معلوماتو لپاره  د ولسي جرګې د كورني امنيت كميسيون ته غوښتل شوى وو وويل:

د عامه ساتنې د معينيت په جوړېدو سره د هغه خصوصي امنيتي شركتونه، چې په لويو لارو كې يې د كاروانونو امنيت ساته لغوه شوي او دوى ټول تجهيزات دغه معنيت ته لېږدول شوي دي.

د نوموړې په وېنا اوس مهال په هرات كې يوازې يو خصوصي شركت موجود دى، چې ډېر ژر به د دغه شركت مسئوليتونه هم د عامه ساتنې معنيت ته وسپارل شي.

هغه همدارنګه وایی، چې يو شمېر هغه خصوصي امنيتي شركتونه، چې د ديپلوماتيكو بنسټونو د امنيت ساتنه كوي نه دي لغوه شوي.

د كورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال د ناټو له تاسيساتو د ساتنې مسئوليت هم كورنيو چارو وزارت ته وركول كېږي.

Trending

Exit mobile version