تازه خبرونه

خصوصي سکتور به د هېواد په اقتصادي وده کې کارنده ونډه ولري

Published

on

Last Updated on: تله ۲, ۱۴۰۰

اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته نوی چارسمبالی له سوداګرو غوره کړی دی.

نن پنجشنبه د تلې پر لومړۍ په یو لړ مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت نوی چارسمبالی معرفي شو.

د بهرنیو چاروزارت مسوولین وايي؛ ژر به د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان اقتصادي اړیکي تنظیم او له دې سره به په سیمه ییزه کچه د اقتصادي فعالیتونو مثبته اغېزه رامنځته شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي ویلي: مونږ د خصوصي سکتور د اقتصادي فعالیتونو د ښه تر سره کولو لپاره د صنعت او سوداګرۍ وزیر له خصوصي سکتوره غوره کړ. هیله ده، چي خصوصي سکتور هم د هېواد په اقتصادي وده کې کارنده ونډه ولري.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالی ويلي؛ هڅه به وکړي، چې د هېواد د اقتصادي بسیاینې لپاره په سیمه ییزه او نړیواله کچه اقتصادي اړیکې پراخې کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالی نورالدین عزیز وایي: زمونږ هڅه دا ده، چې افغانستان بسیا او اقتصادي ستونزې یې اوارې شي؛ له سیمي او ګاونډ هېوادونو سره په ځانګړي توګه له امریکا، انګلستان، متحده عربي اماراتو او یو شمېر نورو هېوادونو سره دوه اړخیزو اړیکي وپالل شي.

خصوصي سکتور د هېواد د اقتصادي پراختیا لپاره د خپل نظام او ولس ترڅنګ دریدو ته چمتووالی ښودلی او ژمنه کوي، چې په هېواد کې به د پانګونې بهیر او د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا په اړه باوري ګامونه واخلي.

د خصوصي سکتور د خونو فډراسیون مرستیال خانجان الکوزی وایي: د اقتصادي پراختیا لپاره امنیت خورامهم دی او له فساد سره مبارزې هم تر ډېره دا ستونزه حل کړې او مونږ به خپل فعالیتونه نور هم پراخه کړو.

د صنایعو او کانونو خونې مشر شېرباز کمین زاده ویلي: تر هغې، چې مونږ په هېواد کې د صنعت او کورني تولید د پراختیا لپاره هڅې ګړندۍ نکړو؛ ښايي اقتصادي پراختیا رامنځته نشي. له اسلامي امارت هم غواړو، چې د کورنيو تولیداتو د پراختیا لپاره هڅې تر سره کړي.

د افغانستان د اسلامي امارت مسوولینو د خصوصي سکتور غړیو ته ډاډ ورکړی، چې د کورنيو پانګوالو د امنیت، خوندیتوب او دوی ته د اقتصادي فعالیتونو لپاره ډاډمنه زمینه برابره کړي.

Trending

Exit mobile version