تازه خبرونه

خصوصي سکتور له حکومت سره همکارۍ ته چمتووالی نلري-درانی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي، خصوصي سکتور لکه څومره، چې پر دولتي سکتوري ادارو نیوکې کوي؛ هومره ورسره همکارۍ ته چمتووالی نلري.

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد  دراني ویلي؛ سره له دې، چې خصوصي سکتور تل د همکاریو خبرې کوي؛ خو په عمل کې هومره فعال ندي.

نوموړي په ډاګه کړې: روسانو غوښتنه کړې، چي له افغانستان سره د غوزانو(چارمغزو) سودا ګري پیل کړي؛ خو خصوصي سکتور همکاري نکوي.

هغه زیاتوي، خصوصي سکتور تل نیوکې کوي؛ خو اوس، چي روسان شاوخوا دولس کانتینره غوزان غواړي، دوی اوس له مونږ سره همکاري نکوي.

د صنایعو او کانونو خونې مسوولین بیا د کرني وزارت دغه نیوکه ردوي او زیاتوي، چي حکومت باید دغو غوښتنو ته مخکیني تدابیر درلودای.

د صنایعو او کانونو خوني رییس شېرباز کمین زاده  څرګنده کړې، چې که حکومت له کورني او بهرني مارکیت څخه پوره خبر وای؛ نو اوس به مونږ دا ستونزه نلرله.

د سوداګرۍ نړیوالې خوني مسوولینو بیا ویلي، که سکتوري ادارې او د کرني وزارت د وچو او تازه میوو له محصولاتو پوره معلومات درلودای؛ دا ستونزې به نوې او د روسانو د اړتیا وړ تو کې به ورته دوی ژر برابر کړي وه.

د افغانستان د سوداګرۍ نړیوالې خونې مرستیال ذبیح الله زیارمل وایي، مخکي له دې، چې د کرنې محترم وزیر پر خصوصیي سکتو نیوکه وکړي؛ دوی کله او څومره د خپل کورني مارکت اړتیاوي او د صادارتو له بهیره خبرتیا لرلې ده.

د اقتصاد اعالي شورا رییس عبد الجبار ساپی وایي، اوس د غوزانو فصل ندی رارسیدلی او سوداګر نشي کولی، چي له ټاکلی وخت پرته روسانو ته اړوند صادارتي توکي برابر کړي.

د خصوصی سکتور ځیني غړي وايي؛ د کرني وزارت، چې د وچو او تازه میوې د صادراتو او مارکیت په برخه کې کوم مسوولیت لري؛ په اړه یې هیڅ کار ندی کړي، ځکه نن له ستونزو سره مخ دی.

خبریال:  اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version