تازه خبرونه
خصوصي سکتور د کرنې په سکتور کې پانګونه کوي
د صنایعو او پانګونې عالي شورا وايي؛ پانګوال لیوال دي، د هېواد د سیلوګانو د بیا فعالیت لپاره پانګونه وکړي.
اټکل کیږي، چې له دې سره به زرګونه کسانو ته کار او روزګار برابر او لسګونه میلیون دالر پانګونه وشي.
د صنایعو او کانونو شورا مدیره پلاوي رییس شبیر بشیري وایي؛ مونږ لیوال یو، چې د سیلوګانو په بیا جوړولو کې پانګونه وکړو؛ خو د کرنې وزارت د هڅونې سیستمو نه نلري.
د کرنې او مالدارۍ وزارت بیا ويلي، خصوصي سکتور ته يې د فارمونو، بڼونو او کرنې په برخه کې د پانګونې لازم فرصتونه برابر کړي دي.
دوی زیاتوي، د سیلوګانو د بیا جوړولو بهیردوی پخپله غاړه اخیستی او د یو شمېرسیلوګانو کارونه به ژر پیل شي.
د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، چې مونږ د کابل، کندهار او هرات سیلوګانو ډیزاین بشپړ کړی او په نږدې راتلونکي کې به يي عملي کار پیل شي او د هېواد په شمال کې به هم د سیلو ګانو کارو نه بشپړشي.
د کرني وزارت مسوولینو ويلي؛ هڅه کوي د هېواد د سیلوګانو ترڅنګ پر ستراتیژیکو زیرمو هم پانګونه وکړي، چې په راتلونکي کې د طیبعي او موسمې پېښو له اړخه را ولاړیدونکیو پېښو ته پوره چمتووالی ونیول شي.
خبریال: اسلم حجاب