سیمه ییز خبرونه
خلك باېد د اساسي قانون پر بنسټ له خپلو روا حقوقو څخه خبر شي
د عدليې وزارت چارواكي وايې، په وضعي او شرعي قوانينو كې د دوى ستره كمزورتيا دا ده، چې د عامه پوهاوي كچه په دې برخه كې ډېره ټيټه ده. چارواكي وايې، له همدې امله خلك په ټولنه كې له سياسي او كورني تاوتريخوالي سره مخ دي.
عدليې وزارت د حقوقو په برخه كې خلكو ته عامه پوهاوى يوه اړتيا گني، او وايې، خلك د اساسي قانون او نورو نافذه قوانينو په باب ډېر معلومات نه لري نو ځكه په ټولنه كې له راز راز ستونزو سره لاس او گريوان دي.
د عدليې وزير حبيب الله غالب ومنله، چې د اړوندې ادارې ستره كمزورتيا يې دا ده، چې د وضعي او شرعي قوانينو په برخه كې د خلكو د عامه پوهاوي كچه ډېره ټيټه ده.
له همدې امله خلك په خپل سياسي او ټولنيز ژوند كې له تاوتريخوالي سره مخ دي.
د عدليې وزارت د حقوقو د عامه پوهاوي مسئول عبدالرحمن اعظمي وويل:
په عدلي او قضايي ارگانونو كې سمون د افغان دولت او نړيوالې ټولنې له لومړيتوبونو څخه دى، نو ځكه دوى هڅه كوې، چې د حقوقو په برخه كې عامه پوهاوي ته پراختيا وركړي تر څو خلك خپلو حقوقو ته لاس رسي پېدا كړي.
هغه زياته كړه، چې خلك د خپلو حقوقو د ترلاسه كولو لپاره عدلي او قضاي ارگانونو ته نشي تلاى، چې دا خپله د دوى پر ټولنيز ژوندانه منفي اثر اچوي.
د عدليې وزارت د چارواكو په وېنا دوى له كورنيو او بهرنيو بنسټونو سره په گډه د حقوقي عامه پوهاوي پنځه كلنه ستراتېژي مسوده جوړه كړي تر څو د كورنيو او بهرنيو بنسټونو په همكاري سره د هېواد په كچه خلكو ته حقوقي عامه پوهاوى وړاندي كړي.
د عدليې وزير له اړوندو بنسټونو څخه غوښتنه وكړه، چې د حقوقو د عامه پوهاوي په برخه كې همغږي شي، تر څو بي عدالتي له منځه لاړه شي او خلك د اساسي قانون پر بنسټ له خپلو روا حقوقو څخه خبر شي.