تازه خبرونه

خلك دې د لويو لارو په ساتنه او څارنه كې مرسته وكړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د فوايدعامي وزارت دهېواد د لويو سړكونو له ورانيدواندېښنه لري او وايي، چي سړكونه ملي شتمني ده او خلك يې بايد په ساتنه او څارنه كي له دولت سره مرسته وكړي.
د هېواد سړكونه هم په تېرو جگړو كې د نورو برخو په څير زيانمن شوي، چې د نوي حكومت په رامنځته كيدو د ټول هېواد په كچه د نړيوالو په مرسته د رغوني چاري پيل شوې.
اوس، چي د واټونو دغه وضيعت ته گورو ورځ تر بلې د خرابيدو په حال كې دي، چې نه يوازې يې د خلكو اندېښنې راپارولي، بلكې دولت يې هم اندېښمن كړى دى.
د لويو لارو يو شمېرموټر چلوونكي د سړكونو د خرابوالي لامل په ټيټ كيفيت جوړول بولي
د فوايد عامي وزارت مرستيال احمد شاه وحيد وايي، چې د هېواد ډېري سړكونه د نړيوالو له خوا جوړ شوي او د څارنې په برخه كې يې هم بايد پاملرنه كړې واى.
نوموړى زياتوي:
هغه هېوادونه، چې نه غواړي افغانستان اقتصادي پرمختگ وكړي؛ نو د دوه موټرو وزن په يو موټركې باروي او داخل ته راليږدول كيږي، چي دا پخپله د واټونو د خرابوالي لامل كيږي.
سره له دې، چې د واټونو ساتنه او څارنه د عامې روغتيا وزارت له د ندو څخه ده؛ خو وايي، چي په دې برخه كې دولت د ومره بود يجه نده وركړې، چي د ټول هېواد په كچه د واټونو څارنه اوساتنه پرې وشي.

Trending

Exit mobile version