تازه خبرونه

خلك دې په افغان ځواكونو باور وكړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كورنيو چارو وزير وايي؛ افغان ځواكونه د دې وړتيا لري، چې د راتلونكيو ټاكنو امنيت په بشپړه توگه ټينگ كړي.

د كورنيو چارو وزير محمد عمر داودزى وايي، افغان ځواكونه له نړيوالو ځواكونو څخه د امنيتي مسووليتونو اخيستو ته پوره چمتوالى لري.

هغه پر مخالفو وسلوالو غږ وكړ، چې د سولې له پروسې سره يو ځاى شي او د افغانانو په وژلو دې د پرديو له خدمت لاس واخلي.

ښاغلي داودزي په ډاگه كړه، چې، د كورنيو چارو وزارت په چوكاټ كې د ښځينه پوليسو شمېره به له څه باندې دوه زره څخه لس زرو ته لوړه شي.

كه څه هم د كورنيو چارو وزير د راتلونكيو ټاكنو د بشپړ امنيت ساتنې ډاډ وركوي؛ خو د ټاكنو خپلواك كميسيون، مدني ټولنې، سياسي شنونكي، ملي شورا او گڼ خلك د دې بهير په وړاندې ستر خنډ ناامني بولي او له افغان ځواكونو څخه په جدي توگه د دې حالت د بدلون غوښتنه لري.

Trending

Exit mobile version