سیمه ییز خبرونه

خلك نه حاضرېږي، چې نوي كابل ښار ته ځمكې استملاك كړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ښار جوړولو وزارت د نوي كابل ښار د جوړيدو د كار په وړاندې د ځينو ننگونو څبر ور كوي.

د ښار جوړولو وزارت د ښار جوړولو د چارو رييس احمدشاه همت وایی:

د افغان دولت د پروگرام له مخې، ټاكل شوې نوى كابل ښار په ده سبز ولسوالۍ كې جوړ شي.

د دې وزارت مسوولين وايي:

د دې پروژې ډېره ځمكه د سيمې د خلكو ملكيتونه دي او دا، چې خلك نه حاضرېږي، چې خپله ځمكه استملاك كړي، د دې پروژې په وړاندې اصلي ننگونه ده.

د دې ولسوالۍ خلكو په يوې ناسته كې دولت ته خبردارى وركړ كه د دوی ملكيتونو ته اوښتى زيان جبران نه كړي، دوی به د دې پروژې په وړاندې خنډ شي.

د ښار جوړولو د چارو رييس احمدشاه همت وایی:

د دې ماستر پلان د تطبيق په لړ كې به كرنيزې ځمكې او شنې سيمې ويجاړې نه شي.

شپږ كاله وړاندې د نوي كابل ښار د جوړيدو لپاره هڅې پېل شوې وې، خو د دې ماسترپلان د تطبيق لپاره تر اوسه عملي كار نه دى شوى.

Trending

Exit mobile version