نړۍ
خلک دې حکومت ته د ماليې او برښنا د لگښت له ورکړې ډډه وکړي- عمران خان
د پاکستان د (تحريک انصاف)مشر عمران خان له خلکو غوښتي، چې د واکمن گوند په وړاندې د احتجاج په توگه دې جکومت ته د ماليو له ورکړې ډډه وکړي او د برښنا د لگښت بيه دې نه ورسپاري.
د عمران خان پلويانو د لومړي وزير د دفتر په لوري د لاريون غوښتنه درلوده؛ خو عمران خان اعلان وکړ، چې لومړی وزير نواز شريف دې تر دوه ورځو له واکه لاس په سر شي.
د تحريک انصاف گوند مشر گواښ وکړ که ښاغلى شريف خپلې استعفا لپاره د دوى له لوري ټاکل شوې وروستۍ نېټه له پامه وغورزوي؛ نو د تحريک انصاف پلويان به د هغه د دفتر په لوري لاريون وکړي، او هلته به خپلې احتجاجي ناسته و غزوي.
عمران خان ادعا کوي، چې نواز شريف د ٢٠١٣ م کال په ټاکنو کې په درغليو واک ته رسېدلى دی او تر دوه نورو ورځو په د لاریونکوونکیو مخه ونه شي نیولی .
نوموړي، چې تېره جمعه ناوخته د یوه لاریون په مشرۍ اسلام آباد ته ورسید وايي، پلویانو به یې د لومړي وزیر نوازشریف د استعفا کولو ترمهاله د اسلام آباد مهم سړکونه نیولي وي.
دغه راز مذهبي مشر مولانا طاهر القادري هم د یوه ورته احتجاج مشري کوي، چې گډونوال يې له واکه د ښاغلي شريف د گوښه کیدو غوښتونکي دي.
نوموړي خپلو پلویانو ته ویلي، چې پاکستان په ډېر ژر د قرآن له احکامو سره سم یو نظام ولري او د جناح او اقبال آرمانونه به پلي کړي.
خبریالان وايي، دغه دواړه لاریونونه د نوازشریف یوه کلن حکومت په وړاندې تر اوسه ستره ننگونه بلل کېږي.
د تېرې جمعې په ورځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د خپلواکۍ د نمانځنې په ورځ د عمران خان پر موټر ډزې وشوې. که څه هم نوموړي ته زیان نه دی اوښتی؛ خو په گوجرانواله ښار کې لاریونیان له حکومت پلوو سره نښتي ول.
د میا نوازشریف یوه ویاند وویل، حکومت چمتو دی، چې د ټاکنیزو درغلیو په باب تحقیقات وکړي.
د نواز شریف په مشرۍ په یوه ناسته پرېکړه شوې، چې د عمران خان او القادري له ډلو سره دې د خبرو په موخه دوه کمیتې جوړې شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په وینا، دا کمیتې په ډېر ژر په کار پیل وکړي او دولت حاضر دی، چې د لاریونکوونکیو قانوني او مشروع غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي؛ خو عمران خان له هر څه مخکې د میا نواز شریف په اسعفا ټینگار کوي.